Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور سبا پای ته رسېږي

admin by admin
2021/08/30

په افغانستان کي د امریکا شل کلن ماموریت ختمیدو لپاره یوازې یوه ورځ پاتې  او د سه شنبې په ورځ به له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وروستۍ جوپه ووځي.

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي په افغانستان کې د امریکا ۲۰  کلن پوځي ماموریت ناکام بولي،خو له افغانستان سره د دې هېواد مرستې ګټورې بولي.

دوی وايي، امریکا دې په افغانستان کې په سیاسي او اقتصادي برخو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی داکټر حکمت حکمت وايي:«  امریکا په خپل ۲۰ کلن ماموریت کې له افغانانو سره ډېرې ښیګڼې وکړې، اقتصادي مرستې یې وکړې، خو په ټوله کې د دوی ماموریت یو ناکامه پوځي، اقتصادي او سیاسي ماموریت ګڼل کېدی شي. د دې لپاره،چې دغه ناکامي بېرته په بریا بدله شي، امریکایان باید افغانستان کې د نوي رامنځته کېدو حالت سره،خپل اقتصادي،ډیپلوماتیک او سیاسي ملاتړ روان وساتي.»  

د سیاسي چارو شنونکی هلمند هلمند وايي:« بدبختانه،چې په ۲۰ کالونو کې مو ونشو کړی،چې د افغانستان ناورین د تفاهم له لارې حل کړو. خو اوس د افغانانو لپاره یو ډېر ښه فرصت برابر شوی دی. هغه دا دی،چې امریکایان یا د دوی ملاتړ کوونکي له افغانستانه وځي. افغانستان به خپله خپل تګ پيل کوي،یعنی افغانان به خپل تګ پيل کوي. نو د دې لپاره اړېنه دا ده،چې هغه ادارې او هغه ملکي بنسټونه، یا هغه نظامي بنسټونه،چې د افغانستان دي،هغه باید وساتل شي. » 

امریکا او ناټو داسې مهال له افغانستانه وځي،چې،پرته له پنجشیر ولایت نه په ټول هېواد طالبان حاکمیت لري، د واک تشه نه ده ډکه شوې او میلیونونه افغانان له بې روزګارۍ او فقر کړېږي.

د سیاسي چارو شنونکی یحی چاوش وايي: « د افغانستان راتلوونکي حکومت او د طالبانو تحریک ته  دا اړینه ده،چې په اوسنیو شرایطو کې له متخصصینو، پوهانو او له هغو کسانو، چې د نړیوالو اړیکو برخه کې پوهه لري، له دوی دې  په نړیواله کچه، له هېوادونو سره  د اړېکو پراخ والي لپاره استفاده وکړي. ترڅو د هېوادونو باور او د مرستې دراوزې د افغانستان پر لور پرانېستل شي. » 

طالبان بیا وايي، د امریکا شل کلن اشغال پای ته رسیدلی او له وتلو وروسته به له ټولو  هېوادونو سره ښې اړیکي جوړي کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد واي:« موږ له ټولو هېوادونو سره سالمې اړیکي غواړو،که هغه امریکا ده او که نړیواله ټولنه، یوازې په سیاسي او اقتصادي برخه کې نه بلکې په ټولو برخو کې له هر هېواد سره دوستانه اړیکې وپالو. امریکا له شل کلن اشغال وروسته له افغانستان څخه وځي او په افغانستان کې یې زیاتې ستونزې زېږولي دي او اوس د دې ستونزو پای دی.»

شل کاله وړاندې د امریکا له راتګ سره د طالبانو واکمني ړنګه شوه او له هغه مهال راهیسي امریکا او ناټو د پوځي مرستو ترڅنګ په اقتصادي او بېلابېلو نورو برخو کي مرستي وکړې،خو له دې هر څه سره سره اوس امریکا له افغانستانه وځي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist