Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل: د ملالۍ زېږنتون روغتون کې چارې د عادي کېدو پر لور روانې دي

admin by admin
2021/08/30

 کابل کې د ملالۍ زېږنتون روغتون مسوولین وايي،د طالبانو په راتګ سره یو شمېر روغتیاپالانو دندې پرېښې وې،خو اوس بېرته کار ته را ګرځېدلي دي.

د یاد روغتون مسوولین وايي، یوازې په تیرو ۱۴ ورځو کې یې یو نیم زر ناروغان بستر کړي،چې ځینو په  عادي ولادت او ځینې عملیات شوي،چې شااوخوا یونیم زر ماشومان نړۍ ته راغلي دي.

وروستیو تحولاتو د نورو برخو ترڅنګ د دې زیږنتون پر چارو هم اغیزې کړې وې او ناروغان یې له ستونزو سره مخ وو،خو اوس یې چارې بیرته د عادي کېدو پر لور روانې دي .

د دې زیږنتون ډېری کار کوونکې ښځینه ډاکټرانې دي،چې دوي د طالبانو  راتګ په لومړیو ورځو کې خپلې دندې پریښې وې،خو اوس ډاډه شوي او د چارو د سمبالښت لپاره بېرته روغتون ته راغلي او په عادي ډول خپل کارونه پرمخ بیايي.

دملالۍ زېږنتون مسوول ډاکتر عتیق  وايي:«  په تېرو دوو اوونیو کې په نورمال ډول،چې زېږون شوی، شااوخوا زر میندې راغلي  او شااوخوا زر ماشومان نړۍ ته راغلي دي. 

دغه راز  له ۳۰۰ زیات  ماشومان د عملیات په وسیله نړۍ ته راغلي دي. یوازې په تېرو دوو اونیو کې په ملالۍ زېږنتون کې شااوخوا ۱۵۰۰ ماشومان نړۍ ته سترګې راغړولي دي.» 

د دې ځای ښځینه کارکوونکې،چې نویو پیدا شویو ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، له اسلامي امارت غواړي،چې د راتلونکي حکومت په جوړښت کې د ماشومانو حقوقو ته جدي پام وکړي.

 د ملالۍ زېږنتون یوه روغتیاپاله وايي:« زه له اسلامي امارت غواړم،چې له اسلامي اصولو سره سم یو حکومت جوړ کړي،چې د ټولو حقوق په کې خوندي وي.» 

په دې سلګونو تازه زېږېدلو ماشومانو کې ګڼ شمېر یې له نهه میاشتو مخکې یا بې مودې زېږدلي،خو د ملالۍ زېږنتون ډاکتران وايي، د ناروغانو او ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه دی،ځینې ورسره بستري او ځینې د کابل اندراګاندي روغتون ته لېږدول شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist