دغو هېوادونو ویلي، چې طالبانو ډاډ ورکړی هر هغه چا ته به له هیواده د وتلو اجازه ورکړي، چې د سفر قانوني اسناد ولري.
د هېوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې دوی ټول ژمن دي، چې خپل اتباع، کارکوونکي او هغه افغانان، چې له دوی سره یې کار کړی او دغه راز هغه، چې له ګواښ سره مخامخ دي په ازاد ډول له افغانستانه وتلی شي.
د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، هغه افغانان، چې غواړي بهر ته لاړ شي، په هېواد کې د سوداګریزو الوتنو له پیلېدو وروسته کولی شي په عزت او ارام ذهن د قانوني اسنادو په لرلو سره ولاړ شي.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي له څرګندونو ملاتړ کړی او زیاته کړې یې ده، چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي او دا یې ښه پرېکړه ده، چې د اګسټ تر ۳۱ وروسته به د کابل هوایي ډګر فعال ساتي.
زلمي خلیلزاد ویلي، د طالبانو د مثبتو خبرو هرکلی کوي او په خبره یې دوی او نړیوال ملاتړي به یې پر خپلو ژمنو عمل کوي.