د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، ترکیه افغانستان سره هر راز مرستې او همکارۍ ته چمتو ده.
رجب طیب اردوغان ویلي، په لنډ مهال کې افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره هر ډول مرستې ته چمتو یو.
اردوغان ویلي، یوه خبره باید سپینه وي او هغه دا، چې طالبان څه ډول دولت جوړول غواړي او چلند به یې څه وي.
نوموړي ویلي، په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې د پام وړ پانګونه کړې او له دې وروسته هم همکاریو ته دوام ورکوي.