په کابل کې نن د «۱۴۰۰ کابل د وږي پر ۷ مه» له نږدې دوه اونیو ځنډ وروسته بانکونو په محدود ډول خپلو پېرېدونکو ته د پیسو ورکول پیل کړل.
د افغانستان د مرکزي بانک او د بانکونو د ټولنې ترمنځ د هوکړې له مخې خصوصي بانکونه په اوونۍ کې یو ځل تر ۲۰۰ امریکایي ډالرو او یا هم ۲۰ زرو افغانیو پورې پیسې خپلو پېرېدونکو ته ورکوي.
د طالبانو له راتګ وروسته د افغانستان بانک په ګډون ټولو بانکونو خپل فعالیت ودراوه،چې په ورځني ژوند کې یې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ کړل.
همداراز نن کابل کې د شهزاده سرای چې افغانستان کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې ستر مرکز دی، هم پرانیستل شوی دی.