Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عباس ستانکزی: وړې جبهې مو پر وړاندې مقاومت نه شي کولای

admin by admin
2021/08/29

د طالبانو اسلامي امارت سیاسي رهبرۍ غړی شیر محمد عباس ستانکزی پنجشیر ته په اشارې وايي، ناټو ته یې ماتې ورکړې،نو داسې وړې جبهې یې پر وړاندې مقاومت نه شي کولای .

ستانکزی وايي، په پنجشیر کې د جګړې پرځای سولې ته ترجیع ورکوي او نور نه غواړي،چې په هېواد کې وینې تویې شي.

ستانکزی  وايي،په افغانستان کې جګړه پایته رسیدلې او نه غواړي،چې د وړو ځایونو د ځپلو لپاره خلک ووژل شي.

ستانکزي زیاته کړه:« د نړۍ زبرځواک ته یې ماتې ورکړې او دا وړې وړې ټولنې د دوی ( طالبانو) پر وړاندې هېڅ شی هم نه دي. خو موږ هېڅکله جګړه نه غواړو. نه غواړو،چې د افغانانو وینې تویې شي. خپله  نهايي هڅه کوو،چې ستونزې د خبرو  له لارې هوارې شي. څومره ژر،چې کېدای شي، دا موضوع دې د خبرو له لارې حل شي. پوځي حل زموږ او تاسو پر ګټه نه ده.» 

له شااوخوا دوه اونیو راهیسې د طالبانو او پنجشیر چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي،خو تر اوسه پورې  پایلې نه دي مالومې شوي. 

یوې سرچینې بیا  شمشاد ته ویلي، دمګړې د دواړو پلاو ترمنځ هوکړه پر دې شوې،چې ترهغې چې خبرو نتیجه نه وي ورکړې، پر یوبل به بریدونه نه کوي. 

اخوا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د پنجشیر له ولسونو بیا غوښتنه وکړه،چې باید چاته اجازه ورنه کړي،چې په دغه ولایت کې جګړه وکړي او د دوی ځوانان د پردیو د موخو لپاره قرباني کړي. 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار  وايي:« زموږ مشوره او توصیه د پنجشیر مومن ولس ته دا ده،چې مه پرېږدئ،چې پنجشیر د جنګ په ډګر بدل شي، په داسې حال کې،چې نور په ټول افغانستان کې د جنګ لمبې خاموشه شوي دي.مه پرېږدئ،چې دلته د جنګ اور بل شي.یقینا،چې بهرنیان له تاسو سره مرسته نه شي کولائ.  مه پرېږدئ، ستاسو زامن د پردیو ګټو قرباني شي. مسله د روغې جوړې او تفاهم له لارې حل کړئ.»

د طالبانو له لوري د پنجشیر نه نیولو شکونه  راپیدا کړي او غوښتنه دا ده،  دغه ولایت،چې هم دافغانستان خاوره ده باید د برخلیک په تړاو یې اقدام وشي او په همدې حال یې پاتې کیدل راتلونکي کې ستونزې جوړه ولای شي .

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي:«  د پنجشیر ولایت نه نیولو شکونه راپیدا کړي  او یو ګونګ حالت یې رامنځته کړی  او په ځانګړې توګه  هلته د فرانسې ځېنې یهودانو لېدل. د طالبانو له لوري د ټول افغانستان ولکه کول په زور یا تفاهم او پنجشیر ته نه ننوتل، خامخا، یو شکونه راپورته کوي. خو بیا هم تر اخره پورې پاتې کېدل یې، ډېر ګواښ لري. » 

له بل لوري بیا د امریکا مشرانو جرګې ځینو غړو ویلي،چې امریکا باید د طالبانو پر وړاندې په پنجشیر کې راټوله شوې جبهه په رسمیت وپیژني.

دمګړۍ د پنجشیر چارواکو او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي،خو جزئیات یې نه دي رسنیز شوي.

 له پنجشیره نشر شوې ویډیو ګانې ښه یي،چې په دغه ولایت کې د جګړې لپاره پرچمتوالي کار وران دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist