د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د افغانستان روغتونونه د اړینو توکو، درملو، او د خوارځواکه ماشومانو لپاره د مغذي توکو له کموالی سره مخ دي.
روغتیا نړیوال سازمان کابل هوايي ډګر څخه د سوداګریزو الوتنو امنیتي ستونزو ته په اشارې ویلي، دوی اوس پر نورو لارو غور کوي، څو افغانستان ته درمل او نور روغتیايي وسایل واستوي.
روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې پر پاتې کېدو ټینګار کړی او ویلی یې دي، چې دوی به اړمنو او بې ځایه شویو خلکو سره مرستې وکړي.