په پاکستان کې د اسلامي امارت د لومړۍ دورې پرمهال سفیرعبدالسلام ضعیف له شمشاد سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان پر وړاندې د امریکا دریځ نرم شوی او په خبره یې اوس امریکا د اسلامي امارت په تړاو په سیاسي برخه کې خپل لید لوری بدل کړی.
ضعیف جګړه د یو لوري پر ګټه هم نه بولي او ټینګار کوي چې سیمه ییز ثبات د ټولو هېوادونو ګټې خوندي کوي.
هغه په دې اړه وايي: « دوی اوس په هغه موقف کې نه دي چې دوښمني وکړي، دوښمنان خو یې دي، اوس یې هم تعرفوي په دوښمن او تروریست باندې؛ خو دوښمنۍ په هغه حد کې نه ده، لکه په خوا چې وه. د افغانستان ثبات د اوس لپاره د نړیوالو پر ګټه دی، د سیمې پر ګټه دی، د افغانستان خو پر ګټه دی. په افغانستان کې ستونزې او جنګ شروع کېدل، دا د نړیوالو پر ګټه نه دي؛ ځکه هغوی په هرځای کې چې جنګ وي، دوی بیا یو اړخ نیسي.»
ضعیف له نړیوالو سره د رسمي اړیکو پیاوړتیا لپاره د قانون موجودیت ترڅنګ د سیاسي ستراتیژۍ جوړېدل مهم ګڼي او زیاتوي، د قانون او ستراتیژۍ په شتون کې به نړیوالو سره د ستونزو د حل لپاره زمینه برابره شي.
ضعیف زیاتوي: « داسې یو قانون باید وي چې هغه هم ملي وثیقه وګرځي او هم د شرعي نظام ثبوت او تایید لپاره را وړاندې شي او ملت یې تر شا ودرېږي. دویم، هغه یوه ستراتیژي ده. ستراتیژي جوړول یو مسلکي کار دی. ستراتیژي د دې لپاره ده چې موږ په عمق د مسالې باندې وپوهېږو، په عمق د مشکلاتو باندې پوه شو، په عمق د مشترکانو باندې وپوهېږو، په عمق د غوښتنو یا تشویشونو باندې پوه شو. دا که په سیمه کې وي، که په نړۍ کې وي د دې ټولو هغه شیان باید موږ ته مالوم شي، بیا هغه د ستراتیژۍ موافق موږ څنګه کولی شو چې له هغوی سره ځان عیار کړو. دغه دوه شیان خپله زموږ په هېواد کې زه خپله داسې بولم چې موږ نیمګړتیا لرو او دا باید پوره شي.»
عبدالسلام ضعیف پر پاکستان تور پورې کوي چې د ترهګرو ډلو د روزولو لپاره يې له لوېدیځ پیسې ترلاسه کړې او غواړي چې په سیمه کې د خپلو پروژو د پلي کولو لپاره کار وکړي.
ضعیف وویل: « دا چغې او په ملګرو ملتونو کې تر ۸۰ زیات شکایتونه ثبول د دې لپاره دي چې ځان مظلوم وښيي او موږ ظالمان وښيي. ګټه یې څه شی ده؟ یا تشویش څه دی؟ دوی ولې دا کار کوي؟ یو، له امریکا او اروپا او هغو هېوادونو پروژې اخیستل چې وايي دلته تروریزم دی، دلته د تروریزم فعالیت دی، دلته بلا را روانه ده، د دې لپاره دا غټوي چې نړۍ ووېروي چې دلته هم یو خطر دی او دوی باید د پاکستان مرسته وکړي، پاکستان تقویه کړي، پاکستان ته پیسې ورکړي او نظام پر پښو ودروي، د دې لپاره یې کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ویلي و، په ډیپلوماسۍ کې باید د هېواد لوړې ګټې په پام کې ونیول شي.
د متقي په خبره، په هېوادونو کې د ۲۴ سیاسي استازولیو بېرته ترلاسه کول له زغم او حوصلې څخه ډکې هغې ډیپلوماسۍ پایله ده چې په تېرو درېیو کالو کې یې غوره کړې وه.