Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سمنګان ولایت کې د اوبو یو بند او شپږ چیکډیمونه ګټه اخیستنې ته وسپارل شول

سمنګان ولایت کې د اوبو یو بند او شپږ چیکډیمونه ګټه اخیستنې ته وسپارل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/24

د سمنګان ولایت شهر قدیم اسپندسای سیمه کې د اوبو زېرمه کولو یو کوچنی بند د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹میاشتو په موده کې د یوه سوداګر په مالي ملاتړ بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدلطیف منصور ياد بند او چک ډيمونه د اوبو په مهارولو کې مهم بولي او زياتوي، د ورته بندونو په جوړېدو سره به په سمنګان کې د اوبو کمښت ستونزه څه نا څه حل شي.

هغه زیاتوي: « موږ دلته د دوو کارونو لپاره راغلي یو، یو دا چې تېر کال مو د دې بند کارونه پيل کړل او اوس دا دی ګټه اخیستنې ته سپارل کېږي. دویم دا چې د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزارت له بودیجې څخه هرې ولسوالۍ ته د یوه چک ډیم جوړول منظور شوي وو او نن ورځ په سمنګان کې د ۶ چک ډیمونو پرانستنه کوو. پر دغو چک ډیمونو ۴۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.»

ورته مهال، سیمه ‌ییز چارواکي وایي، د اوبو دغه بند له پرانیستلو وروسته به یاد ولایت کې د موسمي سېلابونو خطرونه هم کم او د اوبو مهارولو ترڅنګ به بزګران ترې د خپلو کروندو خړوبولو لپاره ګټه واخلي.

د سمنګان والي محمد شعیب رسالت وايي: « هر هېواد د خپلو خلکو په لاس آبادېږي. موږ د دې هېواد له یوه خیرخواه انسان مننه کوو چې د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت یې دغه بند جوړ کړ. همدارنګه موږ له ټولو افغان پانګوالو او په ځانګړې توګه سمنګانیانو هیله لرو چې د خیر په دغه شان کارونو کې ونډه واخلي.»

د سمنګان اوسېدونکي که څه هم د اوبو د دغه زېرمه کوونکي بند له جوړېدو هرکلی کوي، خو د خرم و سارباغ ولسوالۍ کې هم د یوه بند پر جوړېدو ټینګار لري.

د سمنګان اوسېدونکی عبدالبصیر حکیمي وايي: «موږ له اسلامي امارت او دلته له راغلي پلاوي څخه غوښتنه کوو چې سمنګان ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. زموږ ولسونه که څه هم بېوزله دي خو چمتو دي چې له حکومت سره همکاري وکړي او له خپل وس سره سم ونډه واخلي.»

د اوبو دغه کوچنی بند د سمنګان مرکز ایبک ښار اړوند شهر قدیم اسپندسای سیمه کې داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې د دې ولايت ګڼې سیمې له وچکالۍ سره مخامخ دي او په ډېرو ساحو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته هم لاسرسی نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

مجاهد: د پاکستان وروستي تېري ته به مناسب ځواب ورکړل شي

سپتمبر 22, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist