Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ا.ا دې د ولس غږ واوري او غوښتنو ته دې درناوی وکړي

ریاست الوزرا علماوو ته؛ په اختلافي مسایلو له بحث کولو ډډه وکړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/22

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره له دیني علماوو غوښتي چې د خلکو په منځ کې د شک او رواني نا آرامۍ مخنیوي په موخه په اختلافي موضوعاتو له بحث کولو ډډه وکړي.

دغه خبرپاڼه چې د اسلامي ‌امارت ویاند ذبیح الله مجاهد خپره کړې، اته مادې لري او ټینګار په کې شوی چې د علماوو حیثیت باید زیانمن نه شي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې علماء کرام دې په اختلافي مسایلو له بحث کولو ډډه وکړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« علماء کرام دې له هغو بحثونو او خبرو په کلکه ډډه وکړي چې اختلافي بحثونو او مناظرو ته لاره هواروي. دغه بحثونه د عام ولس د تشویش او رواني نا آرامۍ لامل ګرځي او په پایله کې یې د علماوو او علم وقار او حیثیت ته زیان رسېږي. علماء کرام دې د هغو نادرو موضوعاتو، قضایاوو او د علماوو د تفرداتو بیانولو څخه ډډه وکړي چې د ځینو خلکو لپاره د فتنې لامل ګرځي او عامه ذهنیت یې له درک څخه عاجز وي.»

دغه راز  خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دیني عالمان باید یوازې هغه مسایل د جوماتونو او رسنیو له لارې بیان کړي چې ټولنه کې اتفاق او یووالی لا پیاوړی کوي.

له دې سره، دیني عالمان او تحلیلوونکي د اسلامي امارت دغه اقدام ستايي او ټینګار کوي چې د نظام او ممبر نظر باید یو واوسي.

د دیني چارو شنونکی عبدالحق حماد وايي: « دا د افغانستان د علیا مصالحو د پالنې هغه برخه ده چې پایله کې یې هغه جنجالي بحثونه یا هغه غیر مفید بحثونه دروي چې اختلافونه، بدګومانۍ او نفاق رامنځته کوي. دې ته جدي اړتیا وه چې علما په یوه داسې چوکاټ کې ځای شي چې د دوی ترمنځ علمي اختلافونه تر علمي دستګاوو او تربیت ځایونو کې محدود پاتې شي.»

خبرپاڼه کې اتو ټکو ته اشاره شوې او ټینګار کوي چې اسلامي امارت هېچا ته د اختلاف پیدا کولو، تفرقه اچولو، نزاع او فتنو جوړولو اجازه نه ورکوي او د مخنیوي په اړه یې جدي ګامونه پورته کوي.

د خبرپاڼې یوه برخه: « ځینې عجیب او غریب مسائل چې فقهې یا مسلکي کتابونو راوړي، یا مجتهدینو د فقه الافتراضي له مخې استخراج کړي او وقوع یې عامه نه وي، د دین له ضروریاتو هم نه وي، په عامه منابرو او مجالسو کې دې نه بیانیږي، ځکه له داسې مسائلو د دین دوښمنان تمسخر جوړوي، د دین او علم اهانت ورسره کیږي. علماء کرام دې هڅه وکړي چې په عامو سټیجونو او رسنیو کې یوازې هغه مسائل بیان کړي چې د خلکو د آخرت او دنیا ګټه او سعادت ورسره تړلی وي، اتفاق او اتحاد ور باندي ټینګیږي د غیر ضروري عجائبو او غرائبو پر ځای دې دیني عقاید، دیني احکام، اسلامي اخلاق، د ورځنیو جاري معاملاتو په اړه دیني مسائل او د اسلام له پراخې علمي ذخیرې څخه دې هغه څه خلکو ته بیان کړي چې هغوی ورته اړتیا لري.»

کارپوهان د ریاست الوزرا له دې پرېکړې هرکلي کوي او وایي، پرهغو موضوعاتو باید بحث ونه شي چې د ملت او حکومت ترمنځ اختلاف رامنځته کوي او په خبره یې ځیني مسایل د دې لامل ګرځي چې ملي ګټو ته زیان رسوي.

د چارو شنونکی ادریس محمد ځاځی وايي:« دا ښه خبره ده، باید هېڅوک هم هغو موضوعاتو ته لمن ونه وهي او داسې بحثونه ونه کړي چې د اختلافونو او تقابل سبب کېږي او ټولنه په څو برخو وېشي او دغه راز د ملت او حکومت ترمنځ درځ پيدا کوي.»

 د ریاست الوزرا په دغه خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې دغه پرېکړه کابل کې د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په ۱۲مه د علماوو په یوه غونډه کې شوې او هېڅوک ترې سرغړونه نه شي کولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist