محمد سدیس ۱۵ میاشتې وړاندې تر پوستکي لاندې شري ناروغۍ باندې اخته شوی،خو په کور دننه کلینیکونو او روغتونونو کې په خپل وخت د ناروغۍ نه تشخیصېدل د دې لامل شول، چې دغه ماشوم فلج شي.
د سدیس کورنۍ وايي، اوس د خپل ماشوم د درملنې لپاره څه نه شي کولی.
د دوی په خبره، د درملنې لپاره یې په ګڼو روغتونونو ګرځولی،خو ډاکټرانو ورته ویلي، چې په افغانستان او پاکستان کې یې درملنه نا شونې ده.
د ناروغ ماشوم پلار نجیب الله تراب وايي: « محمد سدیس ۱۵ میاشتې وړاندې په دې ناروغۍ اخته شو. موږ یو شمېر کلینیکونو او روغتونونو ته یوړ، خو هېڅ ځای کې یې ناروغي تشخیص نه شوه. که څه هم درمل مو ورکول ،خو ستونزه یې ورځ تر بلې ډېرېده. بیا مې پاکستان ته یوړ، هلته یې راته وویل، چې نوموړی په شري ناروغۍ اخته دی او علت یې دا دی چې د شري واکسین نه دی ورکړل شوی.»
د سدیس پلار نجیب الله تراب وایي، په معتبرو روغتونو کې یې عقلي او عصبي معاینات ترسره کړي،خو ورکړل شوي درمل بې اثره وو.
د تراب په خبره، زوی یې د درملنې لپاره د افغانستان او پاکستان په ګڼو روغتونونو ګرځولی، خو داکټرانو یې دلته درملنه ناشونې بللې او وايي، یوازې د هندوستان په پونا ښار کې یې درملنه شونې ده.
دغه راز تراب وايي، سره له دې چې پوره اسناد ورسره دي، خو په کابل کې د هند سفارت ویزه نه ورکوي.
تراب زیاتوي: «په هند کې مې له ډاکټرانو سره خبرې کړې او راته یې وویل، چې همدا اوس په اړوند روغتون کې د ۱۳ سوه ورته ناروغانو درملنه روانه ده . زه له حکومت غوښتنه کوم، چې د هندوستان وېزې په اخیستلو کې راسره مرسته وکړي. ښايي یوازې زما زوی نه وي او ګڼ شمېر خلک د درملنې لپاره د هند او نورو هېوادونو وېزو ته اړتیا ولري؛ اسلامي امارت باید په دې اړه همکاري وکړي.»
د روغتیايي مالوماتو له مخې، تر پوټکي لاندې شري ناروغي چې د وخت په تېرېدو په (ایس.ایس.پي.اي) بدلیږي په هرو ۱۰۰ زرو ناروغانو کې یو یې تر فلج رسوي، چې دغه ناروغي میاشتې یا ان کلونه دوام کوي.
د سدیس پلار نجیب الله تراب وايي، زوی یې د لومړي ټولګي زده کوونکی و، خو دا چې په وخت یې درملنه ونه شوه، فلج شو او له زده کړو بې برخې شو.
نوموړی زیاتوي، مالي امکانات په خپله برابرولی شي، خو که سرپرست حکومت د هند وېزې په اخیستلو کې مرسته ورسره وکړي او د زوی درملنه یې وشي، نه یوازې له دایمي معلولیت به وژغورل شي بلکې راتلونکې به یې هم روښانه وي.