Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ژیرنوف: پر ا.ا د امريکا بنديزونو د افغانستان اقتصادي ودې مخه نيولې

ژیرنوف: مسکو د خپلو ګټو په رڼا کې د اسلامي امارت د رسميت پېژنې په اړه پرېکړه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/21

څه موده وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف له قوله داسې راپورونه خپاره شول، چې د بنديزونو له لېسټ د طالبانو ايستلو په اړه وروستۍ پرېکړه د ولسمشر ولاديمير پوتين پر مېز اېښودل شوې.

خو تازه په کابل کې د روسیې سفیر ډیمیټري ژیرنوف  له ټاس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي، د بنديزو له لېسټ د طالبانو ايستلو او د د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو په اړه هر ډول مثبته او منفي پرېکړه به، د روسيې د ګټو په رڼا کې کېږي.

د ژیرنوف وايي، د سيمې هېوادونو له افغانستان سره اړيکې د خپلو ګټو په رڼا کې تعقيب کړې او روسيه هم حق لري، څو له خپل دې حق په استفادې پرېکړه وکړي.

هغه زیاتوي:« د طالبانو تحریک د سیمې د هر هېواد په تور لېست کې شامل نه دی. له همدې کبله هر هېواد د خپلو موخو او له افغانستان سره د خپلو اړیکو له مخې پر مخ ځي.»

ژيرنووف په خپلو څرګندونو کې دا هم ويلي، په اوس وخت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري د پخوا پرتله څو برابره زیاته شوې.

هغه وايي:«د افغانستان سرپرست حکومت د چارواکو هغو څرګندونو ته په کتو، چې د کابل او مسکو ترمنځ یې د همکاريو زياتولي په اړه يې کړې، په اوس کې د دواړو خواوو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري څو برابره زياته شوې.»

د سیاسي چارو کارپوهان د افغانستان له خاورې د نشه‌يي توکو او د ترهګرۍ د انتقال فرضيه د روسیی لپاره دایمي اندېښنه بولي او وایي، په دې اړه له سرپرست حکومت د ډاډ ترلاسه کول د مسکو لپاره ډېره مهم دي.

د سیاسي چارو کارپوه معین ګل څمکنی وايي:« د مسکو دایمي اندېښنې دا دي چې دوی وايي، له افغانستانه د تروریزم صادرېدل او د نشه يي توکو مساله  د دوی لپاره د اهمیت وړ ده. اوس چې دوی باوري دي، چې د ترورزیم په اړه اسلامي امارت تر حده پورې کار کړی او همدا شان د نشه يي توکو په لمنځه وړلو کې یې هم کار کړی. نو اوس دوی اندېښنه لري، چې منځنۍ اسیا او قفقاز ته د دوی په اصطلاح تروریستي ډلې دننه نه شي، تر څو د روسیې شاوخوا ته امنیت ګډوډ کړيٍ.»

خو ځینې نور بیا د شرقي او غربي بلاکونو رقابتونو ته په اشارې وایې،  روسي چارواکو په سیمه کې د امریکا له سیاسي او نظامي نفوذ د مخنیوي په موخه دا ډول څرګندونو ته مخه کړې.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف ويلي ول، چې د دې هېواد بهرنيو چارو او عدليې وزارتونو په احتمالي توګه د بنديزونو له لېسټ د طالبانو ايستلو په اړه ولسمشر ولادیمیر پوتين په جريان کې کړی، خو تر دې مهاله  د روسيې له لوري په دې اړه غوڅه پرېکړه نه ده شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist