Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: د ا.ا استازو له ګډون پرته ناستې پایله نه ورکوي

شاهین: د اسلامي امارت په لوړ پوړو چارواکو لګول شوي بندیزونه د تعامل پر وړاندې خنډ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/20

له تېرو درېیو کلونو راهیسې اسلامي امارت په کراتو له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې اوسني حکومت سره رسمي توګه تعامل وکړي، خو نړۍ د سرپرست حکومت د سیاستونو او پر افغان ښځو د لګول شویو محدویتونو له امله دغو غوښتنو ته تر اوسه پورې مثبت ځواب نه دی ورکړی دی.

په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له شمشاد سره خبرو کې ویلي، امریکا او نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو نه لرې کول او له افغانستان سره د اړیکو نه عادي کول د تعامل پر وړاندې جدي خنډ دی او د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده.

شاهین زیاتوي:« هو! همداسې ده، دا بندیزونه خنډونه دي، له یوې خوا ملګري ملتونه، نړیواله ټولنه وايي، چې موږ غواړو له اسلامي امارت سره تعامل وکړو، له بلې خوا هلته یې دېوالونه رامنځته کړي، په لاره کې یې دېوالونه رامنځته کړي، خنډونه یې رامنځته کړي، نو یو ځل باید دوی دا خنډونه لرې کړي، دا دېوالونه لرې کړي، ترڅو تعامل ته لاره برابره شي. یوازې په وینا باندې تعامل نه کېږي، تعامل عملي بڼه غواړي، نو زه پر نړیواله ټولنې او ملګرو ملتونو غږ کوم، که تعامل غواړي او په دې کار کې صادق وي، باید ټول هغه خنډونه اول په ګوته شي، چې د تعامل په مخکې کې خنډ دي او بیا له منځه ولاړ شي.»

شاهین زیاتوي، د ملګرو ملتونو د بندیزونو د نه لرې کېدو له امله دوی بېلابېلو هېوادونو ته د سفر په برخه کې له ستونزو سره مخ کړي او له ملګرو ملتونو غواړي چې پر سرپرست حکومت لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

شاهین دغه راز وايي، افغانستان له نړۍ سره مشترکات لري او په خبره یې د مشترکاتو د تضمین لپاره دې سرپرست حکومت پر رسمیت سره وپېژندل شي.

هغه زیاتوي:« زه فکر کوم هغه مشترکات چې لرو، لکه دا اوس چې مخدره مواد، داسې نور ډېر مشترکات دي، هغه په ګوته شي، موږ غواړو هغه له نړۍ سره په ګوته کړو، موږ په هغه کې اماده یو، چې د دواړو هېوادونو پر مشوره باندې موږ په هغې کې همکاري وکړو، نو دا په هغه صورت کې ښه کېدی شي، چې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت وپېژندل شي.»

شاهین وايي،  سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره د رسمي تعامل غوښتونکی دی.

شاهین د دې مرکې یوې پوښتنې ته په ځواب کې وایي، د دوحې په درېیمه ناسته کې د امریکایي استازو سره په کتنه کې له هغوی  یې غوښتني چې د افغانستان په هوایي حریم د بې پېلوټ الوتکو ګرځېدل د نړیوالو قوانینو او  د دوحې هوکړې څخه ښکاره سرغړونې دي او د ودرېدو غوښتنه یې کوي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وایي، د امریکا له بندیزونو سره سره اسلامي امارت اړیکې مخ په پراخېدو دي.

 دغه راز نوموړی ټینګار کوي چې د اسلامي امارت پلاوي د دوحې د درېیمې غونډې په څنډه کې د زیاتو هېوادونو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د افغانستان واقعیتونه له نږدې وګوري.

 شاهین مني چې په نږدې راتلونکي کې به درې اروپایي هېوادونه په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خرسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خرسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خرسان څانګې ګڼ غړي وژلي

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خرسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

لرغون پوهان: د هرات منارونو ترمنځ سړک پرانستل ښايي دغو آثارو ته زیان ورسوي

فبروري 4, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist