د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد، سره رود او بهسودو ولسوالیو کې د وړمې ورځې سختو ورښتونو او توپانونو له امله د مړو شویو کسان شمیر ۴۷ او د ژوبل شویو۳۵۰ ته لوړ شو.
ځايي چارواکي وايي، له دې ډلې ۱۵۰ کسان دا مهال د ننګرهار په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دي او هغه ټپيان چې وضعیت یې ښه و، له درملنې وروسته کورونو ته لیږل شوي.
د دغه ولایت مرستيال والي سعید احمد بنوري د یو شمېر مسوولینو په ملتیا د سره رود ولسوالۍ کې هغه کورنۍ وليدې چې د توپان او ورښتونو په پېښه کې يې د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي وو او يو شمېر يې ټپيان شوي دي.
د سره رود احمدزيو سټاپ اړوند په يوه کور کې د خونې پرېوتو په پېښه کې اووه تنه شهيدان شوي او دوه ټپیان دي همدارنګه کوچي کلا کې دولس تنه شهيدان او اووه تنه زخميان دي.
بنوري وايي:« سرې میاشت او نورو ټولو ریاستونو پر وخت رسېدنه کړې، کوم کسان چې تر خاورو لاندې ول، هغه یې راایستلي دي، همدارنګه یې د ژوبل شویو کسانو په لېږد کې مرسته کړې. ټولو ښه خدمت کړی دی.»
له دې پيښې وروسته د ننګرهار مرستيال والي پر مشرۍ ولایت مقام کې د پيښې قربانيانو کورنيو سره د مرستو په موخه د کورنيو او بهرنيو مرستندويه ادارو مسئوولينو سره بېړنۍ غونډه وشوه.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې مشر سيف الله خالد وايي:« د وروستۍ پېښې له امله په جلال اباد ښار، سره رود او بهسودو ولسواليو او يو شمېر نورو سيمو کې د لومړنيو مالوماتو له مخې، ۴۷ کسان شهيدان او ۳۵۰ نور ټپيان شوي دي، ۴۰۰ کورونه، ۶۰ د برېښنا پايې، ونې او کروندې زيانمن شوې دي.»
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې ( اوچا) په استازيتوب ډاکتر سيد عالم او د يونېسف او ګڼ شمېر نورو ادارو مسوولينو ولایت مقام ته ډاډ ورکړی چې په ټولو برخو کې کافي امکانات لري او د قربانيانو کورنيو ته به لازمه پاملرنه وکړي.
د ننګرهار عامې روغتيا رییس آمين الله شريف وايي:« حوزوي، فاطمة الزهرا او نورو دولتي روغتونونو ته تراوسه د ۳۳ شهيدانو جسدونه او ۳۵۰ ټپیان راوړل شوي دي، چې اوس مهال ۱۵۰ ټپیان تر درملنې لاندې دي.»
ننګرهار کې د وړمې ورځې توپان د مرکز جلال اباد ښار کې برېښنا ستنه هم نړیولې او په دې ښار برق پرې شوی دی او مسوولینو ډاډ ورکړی چې د لوړ ولتاژ د تخنيکي ټيمونو د هلو ځلو په پايله کې د ۳۵ کيلو ولټ شبکې د رانړېدلو پايو د ترمیم او بېرته نصبولو چارې دوام لري.
له ننګرهار سربیره د کونړ ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولینو ويلي، د دې ولایت په مرورې، شیګل او اسمار ولسوالیو سربېره مرکز اسعد اباد کې د شدید باران له امله سېلابونه راوتلې چې پنځه کسان په کې مړه شوي دي.