د امریکا بهرنیو چارو وزارت په يوه ليکلي پيغام کې واشنګټن ايګزيمینر ورځپاڼې ته ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت په زاندانونو کې د یوه افغان الاصله امریکایي په ګډون د درې امریکایي وګړي بنديان دي.
د امريکا بهرنیو چارو وزارت د دې کسانو نومونه جورج ګليمن، ریان کوربېټو او محمود حبیبي ښودلي دي.
دغه مالومات د امريکا بهرنيو چارو وزارت؛ واشنګټن ايګزيمینر ورځپاڼې ته د يوې پوښتنې په ځواب کې ورکړې دي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي:« جورج ګلیمن، محمود حبیبي او ریان کوربيټ دا هغه درې امريکايي وګړي دي، چې اوس مهال په افغانستان کې له طالبانو سره بندیان دي.»
سرپرست حکومت هم تاییدوي، چې دوه امريکايي وګړي له قوانينو د سرغړونې په جرم نيول شوي او په دوحې له امريکايي پلاوي سره، د يادو کسانو د خوشې کولو پر شرايطو خبرې شوي.
مسوولین وايي، د يادو امريکايي وګړو د خوشې کولو پروسه به، له ډيپلوماټيکو لارو تعقيب شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي:«هو! دا مهال دوه تنه امریکايي اتباع په افغانستان کې بندیان دي، دا چې دوی د هېواد له قوانینو سرغړونه کړې، دوی نیول شوي، په دې اړه زموږ استازو له امریکايي لوري سره خبرې هم کړي، که د خبرو اترو له لارې مخته ولاړ شو، کېدای شي، یادې موضوع ته حل پیدا شي. »
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې، ریان کوربېټ چې مشخصات یې څرګند دي، څوارلس کاله وړاندې په ۲۰۱۰ کال کې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغلی او په ۲۰۱۷ کال کې يې په کابل کې د بلوم په نامه د سوداګريزو سلا مشورو کمپنۍ جوړه کړې وه، چې د خصوصي سکټور په برخه کې یې فعالو وړو کاروباري کمپنیو او شرکتونو ته سلامشورې ورکولې.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، هر بهرنی وګړی چې افغانستان ته راځي، اړتيا ده چې د افغانستان ټول قوانین ومني او د سرغړونې په صورت کې يې کوربه هېواد د نیولو او ترې د پوښتنو حق لري.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دوحې په درېیمه ناسته کې د امریکا په استازیتوب د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړو استازو د سرپرست حکومت له پلاوي غوښتې ول، چې د دوی بندیان ژر تر ژره او پرته له کوم قید او شرط ازاد کړي.