Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د پاکستان پوځ غواړي له ټي‌ټي‌پي سره د جګړې په پلمه پښتانه فعالان او سياسیون ووژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/14

د پاکستان بهرنیوچارو وزارت یو ځل بیا اعلان کړی چې له تحریک طالبان پاکستان (ټي.‌ټي‌پي) سره د هېڅ ډول مذاکراتو اراده نه لري او نه هم په دغه برخه کې د سولې بحث مطرح دی.

د پاکستان له دغه دریځ را وروسته هغه شکونه چې ګواکې پاکستانی پوځ استخباراتي پروژې پلې کوي او له لارې یې پیسې لاسته راوړي په یقین بدل شوي.

د سیاسی چارو شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان حکومت، پوځ او استخبارات یې سوداګري کوي، جګړه ورته په ستر تجارت بدله شوې او له همدې لارې پیسې لاسته راوړي.

دوی زیاتوي، له تېرو پنځو لسیزو راهیسې د پاکستان پوځ له تاوترېخوالي ډکې استخباراتي پروژې پلي کوي او پیسې لاسته راوړي.

د سیاسي چارو شنونکی قریب الرحمان شهاب وايي: « جګړه د پاکستان او د پاکستان د پوځ او استخباراتو سوداګري ده او په همدې پايي، ځکه یې اوس همدا ټاکنه غوره کړې؛ خو په ټوله کې حالاتو ته په کتو داسې ښکاري چې په جګړه کې به ټي‌ټي‌پي یو څه لاسبری ځکه شي چې دوی چیریکي برېدونه کوي او د پخوا په څېر په مشخصو سیمو کې نه دي، بلکې د دوی برېدونه د پاکستان او پښتونخواه ټولو برخو ته غځېدلي؛ نو په دې صورت کې به دا جګړه یو څه غځېږي او پاکستان غواړي له نړۍ پرې امتیازات واخلي او بیا به بیا خبرې اترې کوي نو دا یوه لوبه ده چې روانه ده.»

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « پاکستان په تېرو ۴۵ یا ۵۰ کلونو کې له جګړې ګټه پورته کړې ده، له همدې لارې یې خپل ژوند مخې ته وړی او له نړۍ یې پیسې اخېستي.»

خو ځېنې نور بیا په دې اند دي چې ټي‌ټي‌پي پلمه ده او د پاکستان پوځ غواړي چې د ډیورند فرضي کرې کرښې هاخوا مېشت پښتانه او مشران یې له منځه یوسي.

دوی وايي، پاکستان د پښتنو پر سر تجارت کړی، د خپلو سیاستونو قرباني کړي یي دي او اوس یوځل بیا غواړي چې له ټي‌ټي‌پي سره د جګړې په نوم یې وځپي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « د پاکستان موخه د پښتنو وژل او له منځه وړل دي او د پښتنو په سیمه کې حاکمیت دی. ټي‌ټي‌پي یې پلمه کړې ده. دا څو لسیزو کې څه د پاسه ۱۳ زره د پښتنو قومونو مشران همدې پنجاب له منځه یوړل.»

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: « پاکستان نه ملت دی او نه هم دولت دی، پاکستان یو پوځي ستراتیژیک تشکیل دی چې د امریکا او غرب د ګټو د ساتلو لپاره رامنځته شوی، اوس دې تشکیل خپل ستراتیژیک اهمیت له لاسه ورکړی او دا پوځي تشکیل نن له خپلو ملتونو سره په جګړه اخته دی، خپل ولسونه وژني، زنداني کوي یې، تروروي یې او بالاخر یې له سیمو شړي. له خپل ملت سره د پاکستان پوځ پخلاېنه ناشونې ده.»

 د مالوماتو پر بنسټ، د  تېرو څو کلونو به موده کې پاکستاني ریاست شاوخوا ۱۳ زره پښتانه مشران وژلي او زنداني کړي یې دي چې وروستی هغه یې ګیله من وزیر و.

د ریپوټونو له مخې، په شمالي وزیرستان او نورو پښ

د ریپوټونو له مخې، په شمالي وزیرستان او نورو پښتون مېشتو سیمو کې چې له ډیورند فرضي کرښې پورې غاړه دي، د پاکستان پوځ په کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو د پیل اعلان کړی او لسګونه زره پاکستاني پوځیان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ځای پرځای شوي دي چې د سیمې خلکو له غبرګون سره مخ دي او اندېښنې یې پیدا کړې دي.

تون مېشتو سیمو کې چې له ډیورند فرضي کرښې پورې غاړه دي، د پاکستان پوځ په کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو د پیل اعلان کړی او لسګونه زره پاکستاني پوځیان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ځای پرځای شوي دي چې د سیمې خلکو له غبرګون سره مخ دي او اندېښنې یې پیدا کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist