په داسې حال کې چې سرپرست حکومت د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د زمينې برابرولو ادعا کوي؛ خو له دې سربېره هم ځېنې کورني پانګهوال په دې هڅه کې دي چې خپله شتمنۍ بهر ته ولېږدوي.
ایراني رسنیو د افغانستان-ایران د سوداګرۍ، صنایعو او کرنې ګډې خونې ریيس محمود سیادت له قوله ویلي، په ايران کې د بهرنيو پانګهوالو له لوري د شوې پانګونې نيمايي هغه يې د افغان پانګهوالو اړوند ده.
سیادت زیاتوي: « نن سبا په ایران کې له ۵۰ سلنې زیات بهرني شرکتونه افغاني دي او په ایران کې د بهرنیو پانګهوالو ډېره برخه هم افغانان دي. افغانانو په ایران کې درې میلیارده ډالره پانګونه کړې ده.»
نوموړي همدا راز د ايران اقتصادي ودې لپاره د هغو افغان پانګهوالو د ملاتړ ډاډ ورکړی چې په ايران کې يې پانګونه کړې.
په ورته مهال د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي، اوس مهال په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او له پانګهوالو غواړي چې له دې فرصته په استفادې په افغانستان کې دننه پانګونه وکړي.
نظري زیاتوي: « اسلامي امارت ملي پانګهوالو ته په هېواد کې دننه د پانګونې لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي. له ملې پانګهوالو غواړو چې په بهرنیو هېوادونو کې د پانګونې پر ځای په خپل هېواد کې دننه پانګونه وکړي.»
بل خوا د سیاسي چاروکارپوهان په هېواد کې سیاسي بدلون، د پانګې خونديتوب نه تضمين، لوړې ماليې او ورته نور موارد هغه لاملونه یادوي چې پانګه وال مجبوروي څو خپلې شتمنۍ له هېواده بهر ته ولېږدوي.
دوی زیاتوي، سرپرست حکومت ته په کار ده، څو له کورنيو پانګه والو ملاتړ وکړي او د پانګې د خونديتوب زمينه ورته برابره کړي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد نبي افغان وايي: « د اسلامي امارت له راتګه سره تر ډېره حده یو خو هغه کسان وو چې دلته یې په مخکېني حکومت کې کارونه کړي وو؛ نو دوی داسې فکر کاوه، چې نور موږ ته په افغانستان کې ځای نشته او خپلې پانګې یې ګاونډيو هېوادونو ته ولېږدولې، په دویمه ګټګورۍ کې هغه کسان وو چې په مخکېني حکومت کې له چارواکو سره شریکان وو او په خپلو چارو کې یې درغلۍ کړې وې او درېیمه ګټګورۍ کې هغه کسان وو چې دلته شته حکومت یو څه ستونزې ورته پېښې کړې یا یې مالیه ترې واخیسته یا یې یو دم داسې پرېکړې وکړې چې د دې لامل شوې چې سوداګر هېواد پرېږدي او خپلې پانګې له هېواده بهر ولېږدوي.»
د افغانستان صنعت کارانو ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وايي: « د پانګونې د جلب او جذب لپاره باید یوه منظمه پالېسي جوړه شي چې هغه هڅونه، ملاتړ او خونديتوب ولري او له مخې یې مالومه شي چې داسې کوم امتیازات ورته ورکولی شي چې هغوی وهڅول شي، افغانستان ته راشي او پانګونه وکړي، څنګه یې ملاتړ کولی شو، کوم امکانات ورته برابرولی شو چې خوندي وي، فزیکي خوندیتوب ولري، پانګه یې خوندي وي او له ټولو قانوني حقونو برخمن وي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام په خپل راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۴ کال پورې یې په افغانستان کې ۲۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه او له خلکو سره مرسته کړې او په دې توګه يې د درې میلیونو ښځو په ګډون شپږ میلیونه افغانان له پروژو برخمن شوي.