Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اڅکزی: د پاکستاني پوځ له لوري د پښتنو ترور او زنداني کول نور د زغم نه دي

اڅکزی: د پاکستاني پوځ له لوري د پښتنو ترور او زنداني کول نور د زغم نه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/14

د لوی افغانستان ارمانجن ګیله من وزیر د جولای په اتمه په اسلام اباد کې د ناپېژانده کسانو په برید کې، چې پښتون ژغورنې غورځنګ د ادعا له مخې، د ازاد داوړ په نوم د تحريک انصاف ګوند غړي اړوند کسان وو، د چاړې په ګوزارونو پر سر او سینې سخت ټپي شو او وروسته یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د نوموړي وژل کېدو د لر او بر په شمول په ګڼو هېوادونو کې د پښتنو تند غبرګونونه راپارولي او د ګيله‌من مړېنه یې د پښتونو لپاره لویه ضایع بللې.

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او مشران چې د پښتنو د حقونو اعادې لپاره مبارزه کوي، تل د پاکستان له ظلم سره مخ دي.

دوی نیوکه کوي، چې ولې نړيوال پر پښتنو د روان ظلم له امله پر پاکستان فشار نه راوړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « نړیوال سازمان، د بشري ناورین ضد سازمانونه او ملګري ملتونه بیا په لوی لاس په دا ډول پېښو چوپه خوله پاتې دي او یا هم پاکستان ته د نړیوالو پام نه دی.»

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « دا چې د پښتنو ازادي غوښتونکي او هغه څوک چې د لر او بر نارې وهي او پر دوی عملیات کېږي، دا یوازې یوه پلمه ده چې جوړوي یې او بیا کله کله د ډيورنډ په کرښه هم پوځي عملیات کوي او نړۍ ته داسې ښيي چې دا زما سرحد دی او زه یې په رسمیت پېژنم، بله هېڅ موخه نه لري، نو د افغانستان دولت ته په کار ده چې دغو مسایلو ته جدي پاملرنه وکړي، د نړیوالو او افغانانو په مرسته دواړو خواوو ته چې کوم افغانان دي، دوی ته باید ډېره خاصه پاملرنه وکړي او یوه ځانګړې پالېسي او سېستم ورته برابر کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان باوري دي، چې پاکستان له لسیزو راهیسې له ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د پښتنو پر ضد ظالمانه پالېسۍ اختیار کړي او هغه مشران زنداني، شکنجه او ترور کوي، چې د پښتنو د حق لپاره غږ پورته کوي او یا هم مبارزه کوي.

د پښتونخوا او ملي عوامي ګوند مشر محمود اڅکزی د ګیله من وزیر مړینه یوه ستره ضایع بولي او وایي، د پاکستان د پوځ له لوري د پښتنو ترور او  زنداني کول له زغم وتلي او په خبره يې پاکستان باید د پښتنو حقونه ومني.

اڅکزی زیاتوي: « په لارو او کوڅو کې د انسانانو مرګونه د زغم وړ نه دي. پښتون په پاکستان کې خپل حق غواړي او له پښتون زما موخه له چتراله نیولې بیا تر ډیورنډ کرښې او تر اباسین پورې ټول له پښتنو سره برابر حقداره دي، دا د دوی انساني حق دی، کومه ګناه نه ده، د دوی اسلامي او اقوامي حق دی په پاکستان کې.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي عارف وزیر، ارمان لوڼی، ګیله من وزیر او پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر عثمان کاکړ په سېسټماټيکه توګه وژل شوي او پړه يې د پاکستان پر پوځ او اسختباراتو ور اچول شوې.

خو تراوسه پورې پاکستان د دې کسانو د ترور عاملان نه دي نيولي. کارپوهان وایي، پاکستان په دې توګه غواړي چې د لر او بر پښتنو ترمنځ د خواخوږۍ حس کمزوری کړي.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « که اوسنیو شرایطو کې پښتانه سره یوځای نه شي، دا یو لوی چانس د پښتنو د یووالي او د ډیورنډ کرښې د له منځه وړلو او د دې خاورې د ازادۍ او د قام د سیالۍ وخت او زمان رسېدلی، که دا مو له لاسه لاړ، بیا به موږ د پنجابي غلام پاتې يو؛ نو ټول پښتانه باید سره یو شي.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « له کومې ورځې چې پاکستان رامنځته شوی، ظلم، زور، زیاتی او د پښتنو زنداني کول په کې یوه عادي خبره ګرځېدلې. د افغانانو او پښتنو د پیاوړي شاعر ګیله من وزیر وژل کېدل د همدې لړۍ یوه برخه ده، چې اوس هم پاکستان پر پښتنو ظلمونه کول روا ګڼي او د دې ټولو ستونزو یوازینۍ لار لوی افغانستان دی.»

د ګیله وزیر وژل کېدل ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه له ځان سره لري،  زرګونه کسانو له اسلام اباده شمالي وزیرستان ته د نوموړي جنازې د لېږدولو ملتیا کوله او د هغه د وژل کېدو له امله يې د پاکستان خلاف شعارونه ورکول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist