تېرو درې لسیزو جګړو، ناخوالو، او اقتصادي ستونزو له امله شاوخوا اووه میلیونه افغانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي او په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال له شمشاد سره په مرکه کې ویلي، د اسلامي امارت له حاکمېت وروسته د پاکستان ظالمانه پرېکړې له مخې، څه باندې ۵۰۰ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شول.
ارسلاح خان خروټی وايي، د روان کال له پېل بیا تر دې مهاله ۴۵۰ زره افغانان له ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو بېرته هېواد ته په زور را ایستل شوي دي.
خروټی زیاتوي:« په درې یا درې نیمو میاشتو کې له ایرانه شاوخوا ۳۵۰ زره کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، همداشان شاوخوا ۵۰ زره له پاکستانه راستانه شوي او ۵۶۰۰ کډوال له ترکیې بېرته هېواد ته راستانه شوي. دغو ارقامو ته په کتو سره تر اوسه وضعیت لا ډېر ستونزمن نه دی. هېله ده چې نړیوال او په ځانګړې ډول ګاونډي هېوادونه د کډوالو حقوق چې دي، هغو په پام دوی ته ستونزې پیدا نه کړي، ترڅو دوی ته دا فرصت ورکړي، چې په خپلې خوښې سره بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.»
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال وایي، د کډوالو ډېر شمېر یې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شوي او یو شمېر نور یې د ایران او پاکستان لخوا په زوره او جبرې ډول سره ایستل شوي دي.
د خروټي په خبره، د پاکستاني حکومت سره یې د افغان کډوالو د شتمنیو بېرته ورکولو او په جبرې ډول سره د نه را ایستلو په تړاو خبرې کړي او مني چې په وروستیو اونیو کې د افغان کډوالو را ایستلو لړۍ درول شوې ده.
خروټی زیاتوي:« په ځانګړي ډول په تېر کال کې زموږ د کډوالو ستونزې ډېرې وې، نسبت تېر کال ته سږ کال د کډوالو ستونزې تر یوه حده پورې په ګاونډیو هېوادونو کې کم شوي او تر اوسه پورې وضعیت چې ګورو، ډېرې ستونزې نه شته دي. البته ستونزې خو به وي، د تېر کال پرتله ستونزې کمې دي. »
په ورته وخت کې خروټی وایي، په تېر یوه کال کې د پاکستان، ایران، او ترکیې له بندخونونه زرګونه افغان کډوال یې را خوشې کړي او دمګړۍ په ایران، عربستان، ترکیې او پاکستان کې ۱۶ زره افغان کډوال د بېلابېلو جرمونو په تور د دغو هېوادونو په بندخونو کې شپې او ورځې تېروي او ژمنه کوي چې پاتې بندیانو خوشې کولو هڅې روانې دي.
هغه زیاته کړه:« ما مخکې تاسو ته یادونه وکړه، چې پاکستان کې هم شاوخوا ۴۸ بندیان لرو، چې کچه یې ډېره راښکته شوې، په ایران کې موږ شاوخوا ۷۲۰۰ کسان بندیان لرو، په سعودي عربستان کې شاوخوا ۷۶۰۰ بندیان لرو، همدا شان په ترکیه کې هم ۶ یا ۷ زره کسان لرو. »
دا په داسیې حال کې ده، چې د پاکستان دولت کابینې په دغه هېواد کې د ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو یا پې، او، آر کارټونو موده د یوه بل کال لپاره وغځوله.
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی، چې له دغې پرېکړې سره په دغه هېواد کې د پي، او، آر کارټونو لرونکي ۱.۴۵ میلیونه افغانان کولی شي د یوه بل کال لپاره هم په دغه هېواد کې واوسېږي.
د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د کابینې په غونډه کې د افغان کډوالو د استوګنې د باور کارتونه د ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې تمدید کړل.