Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ګیله من وزیر جنازه خاورو ته وسپارل شوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ګیله من وزیر جنازه خاورو ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/13

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او شاعر ګیله من وزیر جنازه د زرګونه کسانو له لوري له اسلام اباد تر شمالي وزيرستانه يوړل شوه او د جنازې له لمانځه وروسته په اسدخېلو کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتن په پيښور، بنو، میرانشا او نورو بېلابېلو سیمو کې ویرجنو ته ویناوې کړي او په لومړي ځل یې له حکومته د غچ اخیستلو سخت خبرداری ورکړ.

له  وزیرستان سربېره، په کابل کې هم سلګونه کسانو په حضوري چمن کې د هغه غیابانه جنازې لمونځ ادا کړ.

وزیر په خپلو انقلابي شعرونو کې پښتانه یوالي ته رابلل او د قام لپاره یې عدالت غوښتنه کوله چې وژل کېدو یې په لر او بر افغانانو سربېره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانانو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

لېکوال او شاعر غفور لېوال د ګیله من وزیر مړېنې ته په اشاري وایي، ګیله من  وزیر یو مبارز ځوان وه او په خبره یې د هغه مبارزې ته باید دوام ورکړل شي.

هغه زیاتوي:« زه یې اورم، د ملتپالنې د دغه ځوان شهید اروا یې راته وايي، چې ، د هغه پر اوږو، د هغه په ټټر، د هغه په زړه او د هغه په زخمونو ولاړ بیرغ لوېدو ته مه پرېږدئ. ما د شهید جانان له هره زخمه بله کړه ډيوه لارې ته،  زه به د تورو تیارو جنګ ته ترې راوباسم لمبه لارې ته.»

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډل مشر راشد خان، محمد نبي عسی خېل، رحمان الله ګربز، نوین الحق د ګیله من وزیر مړېنه د هغه کورنۍ، د غورځنګ پلویانو او ټولو پښتنو ته تسلیت ویلی دی.

د ملي لوبډلې توپ وهونکی رحمان الله ګربز وايي:« په پښتنو مین او ولسي شاعر ګیلمن وزیر ته دې رب لايزال جنت الفردوس نصیب کړي، کورنی او دوستانو ته یې د تسلیت ترڅنګ  له لوی رب نه  صبر جمیل غوښتونکی یم.»

ګیله من وزیر د پاکستان پر دولت سختې نیوکې کولې او  د قام لپاره یې د عدالت غوښتنه کوله.

اوس پوښتنه داده، چې د پنځه ورځو په تیریدو ولې  د پاکستان حکومت د برېدګرو په نیولو او پیدا کېدو کې پاتې راغلی دی.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« د شهید ګیله من قاتل هغه څوک دی، چې صمد خان یې شهید کړ، عثمان کاکړ یې شهید کړ، ارمان لوڼي، طاهر داوړ، عارف وزیر او نور یې رانه واخېستل. دا ترهګر حکومت غواړي چې د آزادۍ فکر ووژني. دغه شان ستر شخصیتونه لکه ګیله من له موږ اخېستل، د دوی په فکر باندې د هغې مبارزې خاتمه ده، کومه چې دې ولسونو په پېړو باندې د خپل حق لپاره کړې، خو د شهید ګیله من جنازې مراسم او نن به یې تاسې وګورئ، دا یې وښودله چې د هرې قربانۍ په ورکولو سره دا ولسونه نور را وېښ کېږي.»

 د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي:« دغه ظلم او استبداد د تاریخ په اوږدو کې روان دی، موږ یې ګورو.  په جمهوریت کې هم د دغه ظلم او استبداد په اړه غږ پورته کړی وه او تر نن ورځې پورې د لر او بر له داعیې تېر شوي نه یو. په همدغه ډول به د هغو ځوانانو چې قربانۍ ورکوي، ملاتړ کوو او ورسره به قدم په قدم یو ځای ځو.»

ګیله من وزیر د جولای پر اتمه په اسلام اباد کې د څو کسانو لخوا، چې د غورځنګ د ادعا له مخې، چې مشري یې ازاد داوړ کوله او د تحريک انصاف ګوند غړی دی په بې رحمۍ په چاړو ووهل شو چې تراوسه یې پوليسو عاملان نه دي نيولي.

د ګیله من وزیر اصلي نوم حضرت نعیم او د شمالي وزیرستان د رزمک سېمې د اسدخېلو کلي اوسېدونکی وو. ګیله من وزیر دوه وادونه کړي او پنځه اولادونه چې دوه یې هلکان او درې نجونې دي ترې پاتې شول.  هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظوراحمد پښتین له نږدې ملګرو او د یاد غورځنګ د مرکزي شورا غړی وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist