د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې(یو.ایس.اې.آی.ډي) اړوند د لوږې خبردارۍ شبکې په خپل یوه راپور کې د افغانستان خوراکي امنیت ته کتنه کړې.
راپور کې ویلی شوي، چې د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لویدیځو برخو کې د تېرې مې میاشتې وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو او په یو شمېر نورو ولایتونو کې پرلپسې وچکالیو د لوږې او خوراکي ناامنۍ چانس زیات کړی.
راپور کاږي، چې په دې سیمو کې د لوږې ګواښ د روان کال تر سپتمبر میاشتې د دې سیمو د اوسېدونکو ژوند ګواښي.
د راپور یوه برخه: « د افغانستان په شمال، شمال ختیځ او لوېدیځو سیمو کې د وروستیو سېلابونو پایلې به له مې تر سپتمبر میاشتې پورې دوام ولري. د ورښتونو د کچې کموالی او د یادو برخو په یو شمېر سیمو کې د تېرې مې پرمهال شدید ورښتونه د ورانۍ او ویجاړۍ لامل شوي. د دې ترڅنګ تمه ده، چې د ۲۰۲۴ز کال کرنيز حاصلات به خپلې مساوي کچې ته ورسېږي.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتونبایوا دوې اونۍ وړاندې د دې سازمان امنیت شورا ته په خپل راپور کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو په اډانه کې ترسره شویو مرستو ته اشاره کړې وه.
د نوموړې په راپور کې راغلي و، چې له اړمنو افغانانو سره د څه باندې اووه میلیاردو نقدي او خوراکي مرستو سره سره چې څلور میلیارده یې یوازې د اړینو لومړنیو بشري اړتياوو په برخه کې وې؛ لا هم د بېوزلۍ ګواښ له منځه نه دی تللی.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « تر ټولو بده دا ده چې تل په افغانستان کې ناڅاپي پېښې رامنځته کېږي او د بې وزلې ترڅنګ دا چې موږ امکانات نه لرو؛ نو دا بیا نورې ستونزې زېږوي. موږ کلونه وړاندې دا غوښتنه کړې وه چې موږ باید د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره مشخصې زېرمې ولرو، دا اقلیمي بدلونونه چې یو دم رامنځته شول او ډېر زیات شول زما په نظر دا ډېر بد چانس دی، ځکه چې د بدو سیاسي تحولاتو پرمهال ورسره مخ شوي یو.»
ځېنې نور بیا په هېواد کې دوامداره بې کاري، پرلپسې وچکالي، طبیعي افات او د بېلابېلو لاملونو له کبله کډوالي د افغانانو ترمنځ د اقتصادي ستونزو او پراخې بېوزلۍ لامل ګڼي.
دوی د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره پر نړیوالو غږ کوي، چې په دې برخه کې خپل مسوولیتونه ادا کړي او له چارواکو غواړي، چې د کاري فرصتونو د ایجاد او د هېواد صنعتي او زراعتي برخو د ودې له لارې دې اوږدې ستونزې ته حللار ومومي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « حاکم نظام مسوولیت لري چې له دغه حالته د وتلو لپاره په نړیوالو اړیکو تمرکز وکړي، د نړیوالو مرستندویه ادارو توجو را جلب کړي، افغانستان کې د پانګونې لپاره فرصتونه اماده کړي، په ټراننزیټي ارزښت تمرکز وکړي او په دې برخه کې نوې پروژې پلي کړي، معدن، صنعت او کرنې برخه کې نوې پانګونې وشي او د پخوانیو پانګونو د ساتنې لپاره دولت باید مرسته وکړي. نړیوال هم باید افغانستان یوازې پرې نږدي، ځکه افغانستان له یوه نازک حالته تېرېږي او په بېلابېلو برخو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دی.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو د افغانستان اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ بللی و او د دې ستونزې د حل په موخه یې د څه باندې دوه میلیارده ډالرو مرستو غوښتنه یې کړې وه.