ایران د افغانستان له نږدې ګاونډیو دی چې کابو دوه زره کیلو متره ګډه پوله سره لري.
په دغه هېواد کې د ټاکنو له لارې د نوي ټاکل شوي ولسمشر په راتګ سره کابل هیله لري چې تهران ورسره په بېلا بېلو برخو کې خپلې اوسنۍ اړیکې لا پسې پیاوړې او پراخه کړي.
اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، افغانستان له ټولو هېوادونو سره نږدې او حسنه اړیکې غواړي او د ایران له نوي م حکومت هم دا تمه لري چې د تېر په څېر خپلو اړیکو ته دوام ورکړي.
فطرت زیاتوي:« موږ د ایران اسلامي جمهوریت خلکو او نظام ته د نوي منتخب حکومت د جوړېدو مبارکي وايو، د افغانستان اسلامي امارت هیلهمن دی چې د نوي حکومت واک ته رسېدو سره به د دواړو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې اړیکې لا پراخې شي.»
د سیاسي چارو شنونکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې او حسنه اړیکې ساتل او د شته اړیکو دوام د کابل او تهران سربېره د ټولو اړخونو پر ګټه دي او د ایران نوی حکومت باید دغې مسالې ته جدي متوجې اوسي.
دوی وايي، د کډوالو او نورو برخو کې شته ستونزې باید د ښو اړیکو پر بنسټ حل شي او دواړه هېوادونه د خپلو اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې باید سیاسي اړیکو پراختیا ته دوام ورکړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « د نوي رئیس جمهور راتګ په نېک فعال نیسو، ځکه چې ګاونډی هېواد دی او د پخوا په نسبت دا روابط لا پسې باید ټینګ شي او ایران کې زموږ له افغان کډوالو سره ښه چلن وشي، هیلهمن یو چې د ده په راتګ سره به وضعیت لاښه شي او د متقابل احترام پر بنسټ به یو بل سره د همکارۍ لړۍ دغسې جاري ساتي.»
ځېنې نور بیا وايي، افغان ولس هم د ایران له نوي ټاکل شوي ولسمشر دا تمه لري چې له افغان لوري سره د کډوالو او د ګډې پولې پرسر وړې شته ستونزې د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې حل کړي.
دوی وايي، هېله لري چې د ایران نوی حکومت له اسلامي امارت سره خپلو درېیو کلونو اړیکو او تعامل ته دوام ورکړي او خپلې ترانزیتي او اقتصادي اړیکې لا پسې پیاوړې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « هیلهمن یو چې نوی حکومت وکولی شي د ګاونډيتوب د حسنه اړیکو په ساتلو سره خپلو هغو نېکو اړیکو ته چې له افغانستان سره یې لري دوام ورکړي او د افغانستان او ایران ترمنځ د هغو ستونزو او ننګونو د حل لپاره چې هغه د سرحدونو او کډوالو په برخه کې دي، د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو کار واخلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه اړیکو ساتلو لپاره هڅې وکړي.»
له هغې وروسته چې د ایران مخکېنی ولسمشر ابراهیمي رییسي الوتکه سقوط شوه او د رئیسي ترڅنګ د کابینې ځېنې مهم غړي یې هم په کې مړه شول، د دغه هېواد د قانون پر اساس ۵۰ ورځو په موده کې ټاکنې ترسره شوې چې بالاخره مسعود پزشکیان د ایران د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
مسعود پزشکیان له دې وړاندې هم په ایران کې د مهمې سیاسي څېرې په توګه پیژندل کېده او اوس د دوو پخوانيو ولسمشرانو حسن روحاني او سید محمد خاتمي ملاتړ هم له ځانه سره لري.