Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: د دوحې درېیمه ناسته کې د افغانستان ناسم انځور وړاندې کولو هڅه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/07

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد چې د افغانستان په تړاو یې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې درېیمې ناسته کې ګډون کړی و؛ پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي، د یوه هېواد استازي هڅه وکړه چې کنفرانس ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړي خو په خبره یې بریالی نه شو.

مجاهد له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو او مخدره موادو قاچاق په تړاو د هېوادونو اندېښنې بېځایه ګڼي وايي، تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت د ترهګرو پر وړاندې جدي مبارزه کړې او د مخدره موادو کرکېله او کاروبار کچه یې نږدې صفر ته ښکته کړې.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي، پاکستان، ایران او تاجکستان ته په اشارې سره وایې، اوس هم په سیمه کې داسې هېوادونه شته چې نه غواړي په افغانستان کې ثبات او تل پاتې سوله تامین شي.

دوی زیاتوي، د پاکستان او تاجکستان په شمول یو شمېر نور هېوادونه هم هڅه کوي، نړیوالو ته د افغانستان ناسم انځوروړاندې کړي؛ خو ټینګار لري چې اسلامي امارت دې هغه غوښتنې چې ولسونه او ځېنې هېوادونه یې لري عملي کړي او نړۍ ته دې وښيي چې افغانان د تروریزم تمویلونکي نه بلکې قربانیان او له جګړې ستړي دي.

د سیاسي چاروشنونکی محمد ادریس ځاځی وايي: « اوس هم ګڼ شمېر هېوادونه داسې دي چې د اسلامي امارت پر مثبتو کړنو پرده ور اچوي او نه پرېږدي چې دغه ابهامات له منځه لاړ شي او نړیوالو او اسلامي امارت ترمنځ فاصلې کمې شي. په دوحه کې د اسلامي امارت لاسته راوړنه دا وه، چې دوی وکولی شول له نړیوالو سره چې کومې کشالې دي هغه حل او فصل کړي، بحث پرې وکړي او د حل یوه لار ورته پیدا کړي او هغه ابهامات او شایعات چې د نړیوالو تر غوږ رسېدلي، اسلامي امارت یې سپیناوی وکړي.»

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « یو شمېر هېوادونه چې د حکومتي مسوولینو له لخوا یې نوم نه دی ذکر شوی او غوښتل یې د دوحې په غونډه کې مزاحمت رامنځته کړي؛ نو زما په نظر مخکې هم داسې ویل کېدل پاکستان غواړي افغانستان ناامنه وښيي او تل له افغانستان سره د ګاونډیو لخوا دوه ګونی چلن شوی دی.»

ځېنې نور بیا وايي، د دوحې ناسته د افغانستان لپاره مهمه او ښه لاسته راوړنکې او نړیوالو ته هم دا مطرح شوه چې افغانستان هغسې نه دی، لکه څنګه چې یې ځېنو هېواونو د خپلو سیاسي اهدافو لپاره ناسم انځور وړاندې کاوه.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « نړۍ ژمنه وکړه، چې افغانستان سره به اړیکې هم ساتي او مرستې به هم کوي؛ نو دا پړاوونه به دوام کوي او راتلونکوغونډو کې به د دې ژمنو پوښتنه کېږي او بیا به یې په اړه پرېکړه کېږي، چې دا د افغانستان لپاره چې اوس به انزوا کې دی غټه لاسته راوړنه ده. دا سمه ده چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان هڅه کوي چې نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړي او تورونه پورې کوي چې دلته ټي.‌ټي‌.پي ده، دلته ترهګر دي او دلته ګواښ دی او نشه‌يي توکي دي، همداسې نور هېوادونه لکه ایران او تاجکستان هم دا هڅې کوي؛ خو نړۍ هم درک لري او د اسلامي امارت چارواکي هم باید په دې هکله وضاحت ورکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ اونيز کنفرانس کې ويلي ول، چې د دوحې په درېيمه ناسته کې يې استازي له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو پر زياتوالي اندېښنه څرګنده کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist