Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سروبي ولسوالۍ علماوو شورا: تېرو درېیو کلونو کې مو ۵۲ د دوښمنۍ قضیې حل کړي

د سروبي ولسوالۍ علماوو شورا: تېرو درېیو کلونو کې مو ۵۲ د دوښمنۍ قضیې حل کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/07

د کابل ولایت یوازې د یوې ولسوالۍ د علماوو شورا په تېرو درېیو کلونو کې د شخړو او شخصي دوښمنیو لسګونه قضیې حل کړي او دواړه خواوې یې سره پخلا کړي دي.

د دغې ولسوالۍ د علماوو شورا مشر پرون د دوو قومونو ترمنځ  د کلونو شخړه د مخورو او علماوو په منځګړیتوب حل او په دوستۍ بدله کړه.

د سروبي ولسوالۍ ولسوال میر احمد طارق وايي: « اکثره موضوعات چې حل شوي نظامیانو په کې مداخله نه ده کړې. موږ یوازې څارنه کړې، نور نقد، حرکت او هڅې د دوی دي او موږ یوازې زمینه ورته برابروو. نږدې ۳۰ یا ۳۵ شاوخوا  کې قضیې راځي او نن چې کومه سوله وشوه دا ۵۲ مه سوله وه، یعنې له دې مالومېږي چې زیاتره موضوعات حل شوي او کم پاتې دي.»

دا شخړه کلونه مخکې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې او یو کس په کې وژل شوی و. د جرګې غړي اوعلماوو شورا وايي، دواړو کورنیو یو بل ته بښنه وکړه او شورا سره یې ژمنه وکړه چې نوره به دوښمني نه پالي.

د شخړې یو لوری وايي: « د سروبي ولسوالۍ د علماوو شورا چې کومه پرېکړه وکړه، له دې موږ راضي یو او الحمدالله موږ خپله مصلحین یو او غواړو چې د نورو ترمنځ هم سوله وکړو. کومه سوله چې زموږ ترمنځ راغله، موږ ټول پرې راضي یو او راتلونکي کې به ان شاءالله زموږ او مقابل لوري ترمنځ هېڅ ستونزه نه وي.»

 د مقابل لوري یو تن غړی وايي: « زموږ د ټولې کورنۍ له لوري ورته موږ بښنه وکړه او دا د دې علماوو برکت و چې زموږ تسل یې وکړ او غوسه یې ختمه کړه.»

د سروبي ولسوالۍ د علماوو شورا مشر  ګل محمد حقاني وايي، د ځايي متنفذینو په مرسته او هلو ځلو یې تېرو درېیو کلونو کې د دوښمنۍ، تربګنۍ او شخصي او شخړو۵۲ قضیې حل کړي دي.

حقاني زیاتوي: « د اسلامي امارت په راتګ سره په سروبي ولسوالۍ کې دا نن چې کومه موضوع موږ شریک  کوو، دا ۵۲ مه د قتل موضوع ده، یعنې مطلب دا نه دی چې ۵۲ قتلونه شوي دي، چې راجمع یې کړو داسې قضیې شته چې په یوه موضوع پنځه قتلونه شوي چې ټولې له ۷۰ قتلونو پورته کېږي؛ خو قضیې دا زموږ ۵۲ مه قضیه وه چې د اسلامي امارت له راتګ را وروسته هواره شوه.»

د دې روغې جوړې مراسمو کې د سروبي ولسوالۍ قومي مخورو، علماوو شورا، ځوانانو او ځايي مسوولینو ګډون کړی وو، د دوو قومونو ناصرو او عیسی‌خېلو د دوو کورنیو ترمنځ دوښمني یې حل او پای ته ورسوله.

د سروبي ولسوال په خبره په دې ولسوالۍ کې یې له ۵۰ ډېرې قضیې چې لسګونه کسان په کې مړه شوي وو حل کړي او د پاتې نا حل شویو شخړو حل لپاره هلې ځلې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist