Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/06

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېریش د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۴مه کلنۍ ناسته کې د وینا پر مهال له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه له افغانستان سره د همکارۍ غوښتنه کړې.

ګوتېریش په خپله وینا کې افغانستان کې سوله یوه اړتیا بللې او د دې سازمان له غړو هېوادونو یې غوښتي چې سره متحد شي او پرې نه ږدي چې افغانستان بیاځلي د ترهګرې پر خوندي مرکز بدل شي.

نوموړي د دې ترڅنګ یو ځل بیا په افغانستان کې د داسې ټولګډونه حکومت د رامنځته کېدا غوښتنه کړې چې په وینا یې وکولی شي بشري حقونه تضمین کړي او په نړیواله ټولنه کې مدغم شي.

هغه زیاته کړې: « موږ په افغانستان کې سولې ته اړتیا لرو او داسې یو ټولګډونه حکومت ته هم، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او په نړیواله ټولنه کې مدغم شي. ټول هېوادونه باید متحد شي، څو افغانستان بیا ځلې د ترهګرۍ پر مرکز بدل نه شي. ملګرو ملتونو سازمان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د شانګهای همکاریو سازمان سره په هر ځای کې همکارۍ ته چمتوو دی.»

هغه دغه راز په خپله وینا کې په اوکراین، سوډان، عاج ساحل، کانګو، سومالیا او میانمار کې د سولې د ټینګښت غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، شانګهای سازمان په نړیواله کچه د یوه لوی سیمه‌ییز سازمان په توګه هغه ځواک او مسوولیت لري، چې د سولې په برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « افغانستان د ۴۴ کلونو په اوږدو کې د نړیوالې ترهګرۍ قرباني و، که د سیمې او لوی هېوادونه ونه غواړي چې افغانستان دې د ترهګرۍ ځاله وي؛ نو هېڅکله به دلته ترهګري نه وي، ځکه هم هغوی دي چې دا ډلې رامنځته کوي، ملاتړ یې کوي او د یو بل پر ضد یې کاروي.»

یو شمېر شنونکي د نړیوال امنیت او سوله ساتنې په برخه کې د ملګرو ملتونو رول اړین ګڼي او له دې سازمانه غواړي، چې خپلو واکونو ته په کتو دې په دې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

بل پلو دوی پر دې سازمان نیوکه کوي، چې ګواکې د نړیوالو شخړو په حل کې یې خپلواک عمل نه دی کړی او پرېکړې یې هم تر ډېره د زبرځواکونو تراغېز لاندې ترسره شوي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري وايي: « په رښتیا هم چې  شانګهای او سیمې هېوادونه باید هڅه وکړي چې د افغانستان ملاتړ وکړي او مرسته ورسره وکړي چې د ترهګرۍ په کور بدل نه شي. دا د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لومړنی مسوولیت دی چې افغانستان کې د امنیت د تامین لپاره عملي اقدام وکړي.»    

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ د ودې په تړاو اندېښنه ښيي، چې له دې وړاندې سرپرست حکومت په ځلونو نړۍ ته ډاډ ورکړی او ویلي يې دي، چې هېڅ یوې وسله‌والې ډلې ته د دې اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې په ترهګریزو کړنو لاس پورې کړي او له دې ځایه د ګاونډ او سیمې امنیت ته ګواښ پېښ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist