Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جرمني نړيوالې همکارۍ اداره افغانستان کې خپل فعالیتونه بندوي

د جرمني نړيوالې همکارۍ اداره افغانستان کې خپل فعالیتونه بندوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/06

د جرمني نړیوالې همکارۍ ادارې (جي.آی.زیډ) ویلي، غواړي، خپل ټول هغه کارکوونکي چې د جرمني وګړي دي له افغانستان وباسي.

د جرمني ار.اېن.ډي رسنۍ د راپور له مخې، یادې ادارې ویلي، له ۲۰۲۵ کال وروسته به په افغانستان کې هېڅ جرمنی او يا هم سيمه‌ييز کارکوونکی استخدام نه کړي.

یادې ادارې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د بندېدو د لاملونو په اړه جزئیات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي چې د ټولو ۱۶۰ افغان کارکوونکو قراردادونه به د روان ۲۰۲۴م کال تر پایه د اعتبار وړ وي.

د ار.اېن.ډي رسنۍ د راپور یوه برخه:« له ۲۰۲۵ز کال وروسته به جي.آی.زیډ په ساحه کې خپل کارکوونکي ونه لري. د هغو کارکوونکو قراردادونه هم چې د جرمني وګړي دي، د روان کال تر پايه پای ته رسېږي.»

د راپور په یوه بله برخه کې د دغې ادارې ویاندې له قوله راغلي چې د حکومت د پرېکړې له تعقیب سره سم به پرموجوده پروژو کار روان وي او د ۲۰۲۵ کال له پیل سره سم به یې چارې له جرمني او يا هم له درېیم هېواد پرمخ یوسي.

د راپور یوه برخه:« د جرمني فډرالي حکومت د پرېکړې په تعقيب سره به، موجوده او پر لار اچول شوې پروژې روانې وي. د ۲۰۲۵ز کال له پيل سره به جي.آی.زایډ له سيمه‌ييزو شريکانو سره له جرمني او يا هم له بل درېيم هېواد څخه له لرې کار وکړي.»

د سیاسي چاروشنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د جي.آی.زیډ په نوم د نړیوالې همکاریو الماني سازمان هم په افغانستان کې فعالیت درلوده او اوس یې له افغانستان سره د خپلو همکاریو د دوام په اړه خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۲۵ کال پورې خپل ټول قراردادونه لغوه کوي چې په اوسنیو شرایطو کې دا مساله د افغانستان په ګټه نه ده او کولی شي موږ ته د ټولګټو په پروژو او افغانستان د اقتصاد په وده کې زیان ورسوي، هیله‌من یو چې د افغانستان سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې د اعتبار جلبولو او په خپلو سیاستونو او حکومت جوړونه کې د بدلونونو په راوړلو او د نړیوالې ټولنې او افغانستان د خلکو د مشروع غوښتنو په منلو سره، اړین اقدام ترسره کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي په دې اند دي چې په اوسنیو شرایطو کې د هر ډول اقتصادي پروژو محدودول د افغانستان پر ګټه نه دي.

دوی زیاتوي، هغه اقتصادي پروژې چې د بهرنیو له لوري په افغانستان کې پلي کېږي، باید له لاسه یې ور نه کړو او په خبره یې له هرې ممکنه لارې باید د دا ډول ادارو او موسسو د تګ مخینوی وکړو.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود مسعود زیاتوي: « دا یو ډول زیانونه دي چې د افغانستان اقتصاد ته رسول کېږي، په هغه صورت کې چې په دې پوه شو ولې زیانمنېږو؛ نو بیا کولی شو چې د دې مخې ونیسو او هڅه وکړو چې د جي.آی.زیډ د وتلو مخه ونیسو، ځکه چې د دې موجودیت د نړیوالو سازمانونو یو غنیمت دی چې دلته موجود دی. که په عمومي توګه فکر وشي دغه سازمانونه چې بندېږي او نور په افغانستان کې کار نه کوي دا په حقیقت کې نورو ته یوه بېلګه ګرځي چې هغوی هم باید دغه کار وکړي.»

د جرمني نړیوالې همکارۍ اداره په ۱۳۰ هېوادونو کې د اقتصادي پراختیا او د کارموندنې وده، امنیت، بیارغونې، د خوړو خوندیتوب، روغتیا او بنسټیز تعلیم، د چاپیریال ساتنې، د سرچینو ساتنه او د اقلیم بدلون کمولو برخو کې فعالیت لري، چې په افغانستان کې یې چارې له ۲۰۰۲ کال را په دې خوا پیل کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist