Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښاروالۍ د ښار پاکولو ته اشر کړی

جلال اباد ښاروالۍ د ښار پاکولو ته اشر کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/01

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د ښاروالۍتنظیفاتي کمېټې له لورې د ښار د پاکوالي اوږدمهاله اشر پیل شوی، د ښار په ټولو ناحیو کې به پلی شي.

د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغه کمپاین له ترسراوي یې موخه عامه پوهاوی او ښاري فرهنګ دودول دي او غوښتنه کوي، چې ښاریان دې له ښاروالۍ سره د ښار پاک ساتلو په برخه کې همکاري وکړي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستیال مولوي مومن حمید وايي:« موږ تېره میاشت شاوخوا ۱۰۰ یا ۲۰۰  کثافت دانۍ په ښار کې ځای پر ځای کړې. کومو ځایونو کې چې نه وي، کار روان دی، انشاء الله موږ په هغه ځای کې کثافت دانۍ لګوو. انشاء الله موږ به په ټول ښار کې کثافت دانۍ توزیع کړو او وبه یې لګوو.»

د ننګرهار کسبګرو او هټۍ والو خونې مشر بازمحمد ځوانمل وايي:« ښار مو ګډ کور دی او چاته په تمه نه شو، د خپل ښار د پاک ساتلو لپاره هر ښاري، هر وګړی باید خپل مسوولیت او رسالت ادا کړي او د خپل ښار پاک ساتلو کې اقدام وکړي.»  

په ورته مهال د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي ډاډ ورکوي چې د ښار پاکوالي په برخه کې به له ښاروالۍ سره ګډې هلې ځلې کوي.

دوی له مسوولینو غوښتنه کوي، هغوی چې د ښار پاک ساتلو ته پاملرنه نه کوي جدي قانوني چلن دې ورسره وکړي.

د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« ښار کې کانالازیسیون اړین دی، په دغه باران او طوفان کې  د موږ ډېر ښاریان تاواني شول، د خلکو کورونه غرق شول.»

جلال آباد د هېواد پر کچه یو له هغو ښارونو دی، چې د اوړي په موسم کې په کې د تودوخې درجه لوړه وي، چې د هټۍ والو او ښاریانو له لوري د کثافاتو په غورځولو سره د تودوخې پر درجې پر زیاتوالي اغېز کوي؛ غوښتنې دا دي، چې د ښار پاکونې اشر سره سره دې د ښار د سمسورتیا په موخه کوټلي ګامونه واخېستل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist