Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ذاکر: یوناما دې له نړۍ سره د افغانستان واقعي انځور شریک کړي

ذاکر: یوناما دې له نړۍ سره د افغانستان واقعي انځور شریک کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/29

د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت د دفتر مشر  مولوي ذاکر د یوناما سیاسي برخې له مشر سکاټ سمیټ سره لیدنه کې ویلي، یوناما دې د افغانستان واقعي انځور له نړۍ سره شریک کړي.

ذاکر زیاته کړې،  د افغانستان اقتصادي حالت ته په کتو دې د افغانانو اقتصادي پياوړتیا ته کار وشي او په وینا یې، اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره د همکارۍ او تعامل دایرې پراخیدا غوښتونکی دی.

د ریاست الوزرا د دفتر خبرپاڼې یوه برخه:« اسلامي امارت د دوحې د راتلونکې ناستې پاپلې ته هیله من دی چې د اسلامي امارت او نړۍ ترمنځ تعامل پراخه شي. مولوي ذاکر د یوناما مسوولینو ته ویلي؛ هڅه دې وشي څو د دوحې ناسته د کوم لوري تر اغېز لاندې رانه شي او مثبتې پایلې یې باید لومړیتوب وي. د افغانستان اقتصادي حالت ته په کتو دې د افغانانو اقتصادي پياوړتیا ته کار وشي او اسلامي امارت غواړي چې له نړۍ سره د همکارۍ او تعامل دایره پراخه شي.»

اخوا د یوناما د سیاسي برخې مشر  سکاټ سمیت د افغانستان په اړه د دوحې درېیمې ناستې د اجندا او څرنګوالي په اړه مالومات شریک کړي او ویلي یې دي،  د دوحې راتلونکې ناسته چې د اسلامي امارت استازی به هم په کې برخه اخلي، د ستونزو د حل او تعامل لپاره مثبت ګام دی.

سمیټ زیاته کړې:« دغه ناسته به له اوږد واټن وروسته یو ځل بیا د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ مخامخ خبرو او تعامل ته ښه زمینه برابره کړي.  د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامی امارت ګډون او د افغانستان پر اړوندو مسایلو د ناستې د ګډونوالو هېوادونو او سازمانو لخوا د خبرو پيل لاسته راوړنه ده. د یوناما تمرکز پر اوسني افغان حکومت دی څو د حاکم نظام په توګه ورسره خبرې وشي او د افغانستان مسایل ورسره شریک شي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: «  د ملګرو ملتونو بودیجه امریکا ورکوي او همدا لامل دی چې ترڅو افغانستان د امریکا لخوا پر رسمیت ونه پېژندل شي نو مشکله ده چې نور هېوادونه یې په رسمیت وپېژني. تاسې ګورئ چې روسیه، چین او ایران له امریکا سره دوښمني لري خو بیا هم جرات نه شي کولی چې افغانستان پر رسمیت وپېژني؛ خو د دوحې ناسته چې لږ تر لږه د اسلامي امارت استازي په کې ګډون کوي او نړیوال کولی شي خپلې اندېښنې دوی سره شریکې او دوی خپلې غوښتنې ورسره مطرحه کړي، که چېرې طالبان هم دا ژمنه وکړي چې هغه د دوحې د قرارداد مواد پلي شي، د بشر حقونه دې ومنل شي، ښوونځي او پوهتنونه دې خلاص شي، ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي؛ نو دا ټول هغه مسایل دي چې غونډه کې پرې باید بحث وشي.»

د سیاسي چارو شنونکی امیر ګران  وايي: «  طالبان چې هرڅومره له نړیوالې ټولنې سره تعامل کوي او ترڅنګ یې د ملګرو ملتونو د یوناما له دفتر او له دې جملې د دې دفتر مرستیال سکاټ سمېټ چې له د ریاست لوزرا له دفتر سره ملاقاتونه کړي دي، دا یو ښه کار دی او طالبان باید په دغه هڅه کې وي چې د افغانستان ستونزې په دې کې هوارې شي او نړیوالې ټولنې سره مثبتې، بې طرفه او هر اړخیزې ډيپلوماسۍ په رڼا کې خپل تعامل وکړي او خپل مناسبات ټینګ کړي. افغانستان له ستونزمنو شرایطو سره مخ دی، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي راپور ورکړی چې ۲۵.۷ میلیونه خلک بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري؛ نو دې او داسې نورو ستونزو ته په کتنو زما په نظر طالبان باید له نړیوالې ټولنې سره د مثبتې، بې طرفه او هراړخیزې ډیپلوماسۍ په رڼا کې خپلو مناسباتو ته پراختیا ورکړي او دا مناسبات د افغانستان د ملي ګټو په محوریت باندې وي.»

د دې ناستې په یوې بله برخه کې سمېټ د وروستیو پرمختګونو په یادولو سره ویلي، افغانستان له جګړو راوتلی او باید همکاري ورسره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې یوازې دوه ورځې وروسته به د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو ناسته
په قطر کې ترسره شي او د یوناما استازې په ګډون به د شاوخوا۳۰ هېوادونو او سازمانونو استازي هم حضور ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist