Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو د بایډن او ټرمپ ترمنځ اختلافات زیات کړي

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو د بایډن او ټرمپ ترمنځ اختلافات زیات کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/29

د امریکا راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د روان کال نومبر پر پنځمه ترسره کېږي؛ خو د ټاکنیزو سیالیو لپاره یې دوه مطرح ګوندونوخپل کمپاینونه سر له اوسه پیل کړي.

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماند او برحاله ولسمشر جوبایډن او مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ لومړۍ مناظره د امریکا پر کورنیو مسایلو سربېره په منځني ختیځ، اوکراین او افغانستان کې د واشنګټن د بهرني سیاست او ښکېلتیا پرناکامیو ورټوله وه.

په دغه مناظره کې د امریکا اوسنی ولسمشر او د ډیموکراټ ګوند استازي جوبایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د هغوی د ژوند خوندیتوب په مانا بللي او په افغانستان کې د وژل شویو امریکایي ځواکونو ملامتیا یې د ټاکنو پر سیال  ټرمپ اچولې.

نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل د امریکا په تېره یوه پېړۍ تاریخ کې بې بېلګې لاسته راوړنه ګڼلې.

بایډڼ زیاته کړې: « هغه وخت چې هغه ولسمشر وو، په افغانستان کې یې خلک ووژل او هېڅ کار یې ترسره نه کړ. کله چې تصور کوئ چې موږ خوندي هېواد لرو؛ نو دا زما کار دی چې د دې پېړۍ یوازینی ولسمشر یم چې په دې لسیزه کې مو هېڅوک نه دي وژل شوي »

په ورته مهال د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې جو بایډن یې په نړیواله کچه په وژنو تورن کړی ویلي، له افغانستانه د ځواکونو ایستلو پلان یې درلود خو هغسې نه چې څنګه بایډن ترسره کړ.

نوموړي زیاته کړې، بایډن له افغانستانه د ځواکونو په ټکنۍ توګه وتلو سره د امریکا وقار ته سخت زیان واړاوه او د دغه هېواد تاریخ ته یې لوی شرم پرېښود.

ټرمپ وايي: « ما هم تصمیم درلود چې له افغانستانه ځواکونه وباسم؛ خو ما په عزت، وقار او ځواک سره له افغانستانه وتل غوښتل. په کوم ډول چې هغه ځواکونه ایستل د امریکا په تاریخ کې له شرمه ډکه ورځ وه. »

بل خوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د امریکا بهرنی سیاست متحد بولي او د نوماندانو دغه ډول څرګندونې د ټاکنیزو کمپاینونو برخه ګڼي.

د دوی په خبره امریکا له افغانستانه وتلو او بېرته د ورتګ په اړه روښانه پالېسي نه ده څرګنده او دا به وخت ثابته کړي چې دغه هېواد له افغانستان سره څه ډول اړیکې پالي.

د سیاسي چارو شنونکي عزیز معارج وايي: « امریکا سیاسي نظام کې یو سېستم دی، معمولاً پالېسۍ (ایف. سي.آر) جوړوي چې کورنۍ څانګه یې (اېن.ایس.اې) باندې کار کوي او بهرنۍ یې (سي.اي.اې) ده چې دوی سره همکاري کوي؛ نو ولسمشر هلته ځي راځي او هغه غواړي دغه پالېسي پلي کړي. دا خبرې چې په یو بل نیوکه کوي ته افغانستان نه ووتې او حیثیت او وقار د امریکا خراب شو او دا یې بې اعتباره کړه، دا په کمپاين کې کمپاينې خبرې او شعارونه دي چې د خلکو او ملت لپاره یې کوي. هو! دا یوه خبره ده، چې ټرمپ بیا بیا دا خبره کوي چې جوبایډن به خپل سترتېري له افغانستانه نه ایستلی. دا ټاکل شوې ده امریکا به بېرته افغانستان ته راګرځي دا چې په څه رقم او د څه لپاره دا بیا وروستۍ خبرې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا  مخکېني ولسمشر  ډونالډ ټرمپ د ۴۵ ولسمشر په توګه یوازې یو ځلې د دغه هېواد ولسمشر پاتې شوی چې پر ایران یې سخت اقتصادي بندیزونه وضع کړل او له روسیې او شمالي کوریا سره یې په پالېسیو کې نرمښت څرګند کړ.

بل پلو اوسني ولسمشر جوبایډن بیا په غزه کې د اسرائیلو او له روسیې سره د اوکراین په جګړه کې د کیف ملاتړ ته دوام ورکړی چې یاد مسایل به نوموړي ته د بیا ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو لپاره ننګونې رامنځته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026
کډوال
افغانستان

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند: د ۱۴۰۴ ل کال له پیل نه تر اوسه له ۳ میلیونو زیات کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

مارچ 23, 2026
ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي
افغانستان

ګورکا: اسلامي امارت له امریکايي بندیانو د سیاسي وسیلې په توګه کار اخلي

مارچ 23, 2026
ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist