Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یوشیا یونګ: نړیواله ټولنه دې د افغانستان چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

8526903 29.09.2023 Chinese Special Envoy for Afghanistan Yue Xiaoyong attends the 5th Moscow-format meeting on Afghanistan at the Kazan City Hall in Kazan, Republic of Tatarstan, Russia. Maksim Bogodvid / Sputnik

یوشیا یونګ: نړیواله ټولنه دې د افغانستان چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/29

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یوشیا یونګ چې د سیمه ییزې تماس ډلې په دویمه غونډې کې د ګډون لپاره تهران ته سفر کړی وه، تازه یې د افغانستان په تړاو له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه  کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي.

یونګ د مرکې په یوه برخه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان ځمنکۍ بشپړتیا ، کولتور او حکومتي پالیسۍ ته درناوی ولري او پر افغانستان د بهرنیو نسخو له تحمیلولو ډډه وکړي .

یونګ زیاته کړې:« موږ باید د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته پوره درناوی وکړو. نړیواله ټولنه هم باید د افغانستان کولتور او د دې هېواد حکومتي تګلارو ته پوره درناوی وکړي. زه له نړیوالو غواړم چې د افغانستان په کورنيو چارو کې هېڅ ډول لاسوهنه ونه کړي او د افغانستان د ستونزو د هواري لپاره دې بهرنۍ نسخې پر یاد هېواد نه تحمیل کوي.»

یونګ همدا راز وايي، چین چمتو دی چې د باثباته ، خپلواک او هوسا افغانستان په رامنځته کولو کې پوره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکي د یوه زبرځواک هېواد په توګه د چین له دې دریځ ستاینه کوي او وایي، نړیواله ټولنه او افغانستان په خپل منځ کې ملزومې اړیکې لري او هېڅوک دې دا هڅه نه کوي چې د نړۍ او اوسني نظام ترمنځ دې ستونزې پیدا او اړیکې یې پیکه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی غلام سخي افضلي وايي: « د چین دغه دریځ به په ټولو هېوادونو  او په ځانګړې توګه د سیمې، ګاونډیو او د نړۍ ټولو هېوادونو باندې مثبت او رغنده اغېز وکړي، ځکه چې په افغانستان کې دا واقعیت دی چې بهرنۍ تګلارو هېڅکله پایله نه ده ورکړې او افغانان باید خپلې ستونزې په خپل هېواد کې د افغاني دود او دوستور له لارې هوارې کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالشکور مدرس وايي: « زه په دې عقیده یم چې اصلاً موږ له نړۍ سره اړیکې لرو او نه شو کولی له نړۍ سره د اړیکو پرته ژوند وکړ. موږ باید نړۍ سره په یوه کلي او کور کې ژوند وکړو او ډېر شیان مو ګډ دي. ملګري ملتونه موږ سره ګډ منشور لري، موږ د ملګرو ملتونو غړیتوب لرو، له نړیوالو سره اقتصادي، سیاسي اړیکې لرو او څوک نه شي کولی لاسوهنه وکړي، که څوک زموږ په اسقلالیت، ځمکۍ بشړتیا او ملي حاکمیت کې لاسوهنه وکړي، دا د زغلمو وړ نه ده.»

ځېنې نور بیا وايي، افغانستان اوس مهال د یوه خپلواک هېواد په توګه نړۍ کې خپل رول لوبوي او هېڅ بهرنی هېواد دلته د مداخلې حق نه لري.

دوی له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د مداخله ګرو هېوادونو په تړاو دې کلک دریځ خپل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ذکي الله محمدي وايي: « اسلامي امارت ته هم په کار ده، که غواړي د نړۍ لاسوهنې په افغانستان کې له منځه لاړې شي او نړۍ نوره ونه شي کولی چې افغانستان په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه وکړي، نو هغه اصول او قوانین چې د نړۍ پر کچه د یوه حکومت لپاره مهم دي او افغانستان له اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي دا باید ومنل شي، د افغانستان کورنۍ ستونزې چې د خلکو غوښتنې دي دا باید هوارې شي، اساسي قانون او ټولګډونه حکومت باید جوړ شي.»

د سیاسي چارو شنونکی کمال سعادت وايي: « دا ټولې بهرنۍ لاسوهنې وې چې افغانستان کې تر نیمې پېړۍ زیاته جګړه وشوه او دې حالت ته راورسېده؛ نو د افغانستان پخوانیو، اوسنیو او راتلونکي مسوولینو ته په کار دي چې خپله بهرنۍ قوي پالېسي ولري او هر څوک چې د افغانستان د کورنیو چارو په اړه نظر هم څرګندوی باید پر وړاندې یې غوڅ دریځ ولري او سخت ځواب ورکړل شي.»

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم مهاله چین په افغانستان کې رسمي سفارت پرانیستی او په  اقتصادي او سیاسي برخو کې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې لري خو لایې هم سرپرست حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist