Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالې شبنم دوران ادعا رد کړه

اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالې شبنم دوران ادعا رد کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/25

د ملي راډیو ټلوېزیون پخوانۍ کارکوونکې شبنم دوران چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو درې ورځې وروسته د 2021 کال د اګیست په 19مه له ملي راډیو ټلوېزیونه وشړل شوه او له څه باندې دوو کلونو راهیسې په برتانیا کې د افغانستان انټرنېشنل په نوم رسنۍ سره په خپرونو او خبر ویلو برخو کې دنده لري، ادعا یې کړې چې طالبانو یې پلار وهلی او د کورنۍ نور غړي يې په مرګ ګواښل شوي.

دوران وايي: « ډېر ځله مې د رسنیز ډګر د پرېښودو هڅه وکړه، تر څو له دې کار سره وکولای شم خپله کورنۍ وژغورم؛ خو پلار مې راته وویل، “شبنم که ته خپله دنده پرېږدې او خوله وتړې، موږ به نور د یو بل ملګري ونه اوسو. هغه وویل که ته زما ملګرې، لور یا مې د کورنۍ غړې یې، ژمنه وکړه چې ته به خپل کار ته دوام ورکوې.” زه هغوی (کورنۍ) پسې ډېره خپه شوې یم، زه غواړم خپله مور غېږ کې ونیسم او یو ځل بیا مې پلار ته غېږه ورکړم. خبریالي جرم نه دی او پرېزنټره اوسېدل هم جرم نه دی؛ نو دوی (طالبان) له موږ سره داسې چلند کوي، ولې زما د پلار د ووژلو هڅه کوي؟ »

شبنم دوران دغه څرګندونې له بریټانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي؛ خو دا یې نه دي ویلي چې پلار یې چېرته، څه وخت، په کومه نېټه وهل او ګواښل شوی دی او په دې اړه یې شمشاد سره هم معلومات شریک نه کړل.

د هغې مرکه چې له تېرو دوو ورځو په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې لاس په لاس کېږي ډول ډول تبصرې پرې شوي؛ خو د اسلامي ‌امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب عفران شمشاد سره خبرو کې د نوموړې ادعاوې سیاسي دسیسه وبلله او په خبره یې د هغې کورنۍ په اسلام اباد کې ده او په کابل کې یې د فامیل یو غړی هم نشته.

غفران وايي: « د شبنم دوران په نوم خبریالې چې کومه ادعا کړې ده، زموږ مالومات دا ښيي چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته د دوی کورنۍ له افغانستانه وتلې او د پاکستان په اسلام اباد کې ژوند کوي. په افغانستان کې د دوی د کورنۍ غړي هېڅ نشته، په ځانګړې توګه پلار یې چې اوس دوی ادعا کړې چې وهل شوی. زموږ د مالوماتو له مخې د پاکستان اسلام اباد کې په یوه ترافیکي پېښه کې د دې پلار ژوبل شوی دی او اوس دوی غواړي له همدې پېښې یوه سیاسي ګټه واخلي، د اسلامي امارت بدنامي وکړي او ځانته یو کېس جوړ کړي او له دې لارې بهر ته ورسېږي.»

شبنم دوران له یو ورور او خور سره په بریتانیا کې ژوند کوي او پلار یې د پخواني حکومت پوځي ډګروال و. نوموړې موږ سره هېڅ نظر او معلومات شریک نه کړل؛ خو هغې ته نږدې کس چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي وویل، چې د هغې کورنۍ کابو یو کال وړاندې پاکستان ته کډه شوې ده او لاهم په اسلام اباد کې اوسېږي.

 

د شبنم دوران خپلوانه وايي: « د هغې فامیل شاوخوا  ۷ میاشتې مخکې پاکستان تللی دی. غواړي چې خارج ته ووځي. اول چې لاړل ویل یې ممکن یوه میاشت دلته پاکستان کې پاتې شو او نور مو کارونه خلاص دي؛ خو کېس یې ونه شو یا وځنډېده. پلار یې ډېر مخکې په ترافیکي حادثه کې ژوبل شوی دی.»

نوموړې دا هم ویلي،  کله چې زه په افغانستان کې وم، ډېری کسان چې په خپل وخت نه وو وتلي، تعقیب او ووژل شول؛ خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران دا اعا ردوي او توصیه کوي چې خبریالان دې خپل رسالت ادا او  ژورنالیزم مسلک چې یو مقدسه دنده ده او مهم اصل یې رښتینولي ده ورته ژمن پاتې شي.

غفران زیاتوي: « زموږ ټولو خبریالانو ته توصیه دا ده چې د خبریالۍ دغه سپېڅلې دنده چې تر ټولو اساسي ټکی او روح یې رېښتینولي ده، خدشه داره نه کړي، ضرر ورته و نه رسوي او له دې د خپلو شخصي شومو موخو لپاره ګټه وا نه خلي. دوی غواړي اسلامي امارت بدنام کړي حال دا چې نه دوی په هېواد کې شته او نه داسې یوه قضیه رامنځته شوې ده، ډېر په مکر او کذب سره دوی غواړي دغه برنامه په اسلامي امارت وتپي او داسې وښيي چې اسلامي امارت له خبریالانو یا رسنیو سره په ټکر کې دی.»

بریټانوۍ انډیپنډنټ ورځپاڼې د شبنم دوران پلار ته منسوب کړی د یوه ټپي کس بلر شوی تصویرهم خپور کړی چې په یو روغتون کې بستري دی. شمشاد د یوې خپلواکې او بې طرفې رسنۍ په توګه خپل رسالت ادا او د یوې افغانې خبریالې غږ یې له اړونده ادارو، د هغې خپلوانو او د مسوولینو نظر یې بیا له نوموړې سره شریک کړ؛ خو د راپور تر خپرېدو شبنم دوران هېڅ نظر شریک نه کړ.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist