Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې بې سرپرسته ماشومان له اسلامي امارت د حرفوي زده‌کړو غوښتنه کوي

کندهار کې بې سرپرسته ماشومان له اسلامي امارت د حرفوي زده‌کړو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/23

په کندهار ولایت ک په واټونو کې پر درنو کارونو بوخت یو شمېر بې سرپرسته ماشومان وايي، له اسلامي امارت غواړي چې  عصري او حرفوي زده کړو زمېنه ورته برابره کړي.

۱۵ کلن ماشومام ګران اغا له  تېرو څلورو کلونو راهیسې موچیتوب کوي، د ده لویه هیله ښوونځي ته تلل دي، خو اوس د سړک پر سر د خلکو بوټونه ګنډي او رنګوي.

ګران اغا وايي، پلار يي د نشه يي توکو معتاد دی او په کور کې بل سرپرست نه لري چې له همدې کبله اړ دی کور ته یو مړۍ ډوډوی پیدا کړي.

هغه زیاتوي: « زه د کور مشر یم. په کور کې ۱۲ کسان یو، د کار بل څوک نه لرم، پلار مې سپین ږیری دی، زه خپله موچیتوب کوم، دولت باید له ما سره مرسته وکړي چې مدرسې ته لاړ شم او زده کړې وکړم.»

د ګران اغا ترڅنګ ایمل هم چې د پلار له لوی نعمته بې برخي دی، له سهاره  تر ماښامه څټک په لاس د اهنګرۍ په دوکان کې د وروڼو سره یوځای بېلابیل توکي جوړوي.

د ده په خبره د ورځې د یو ۱۵۰  تر ۲۰۰ افغانیو پیدا کوي خو د کور ورځنی لګښت نه شي په پوره کولی.

ایمل له سرپرست حکومته غواړي چې لاسنیوی یې وکړي او یا دې هم د ده د عمر مطابق د اسانه کار زمینه ورته برابره کړي.

ایمل وايي: « زه له دولته غواړم چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي. ټوله ورځ دغه دروند کار او ټک ټک کوم، ماښام مې بیا غوږونه درد کوي. موږ ته دې د یوه ښه کار زمینه برابره کړي، څو له دې دروند کاره خلاص شو او خپل کور ته د یوه بل مناسب کار له لارې روزي پیدا کړو.»

کندهار کې زرګونه ماشومان دا مهال د خښتو بټیو، موټرونو او د موټر سیکلونو ورکشاپونو او نورو بېلابېلو ځایونو کې په درنو کارونو بوخت دي.

د ماشومانو د چارو کارپوهان هم په درنو کارونو د ماشومانو اخته کېدل د اندېښني وړ بولي او زیاتوي چې باید له یادو ماشومانو ملاتړ وشي او ورته د ځانګړو حرفوي زده کړو زمینه برابره شي.

د ماشومانو حقونو مدافع حافظ احمد نعماني وايي: « دولت باید دې ته هم پاملرنه وکړي چې دغو ماشومانو ته چې په درنو کارونو بوخت دي، د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي، تر څو ماشومان د خپل توان مطابق کارونه پرمخ یوسي.»

که څه هم کندهار کې په درنو کارونو او سړک پر سر د بوختو ماشومانو شمېر نه دی مالوم، خو د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د کار امر مولوي محمد یوسف محمد وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې سلګونه ماشومان د سړکونو له غاړو راټول او په بېلابېلو دولتي روزنتونو کې یې د زده کړو په موخه شامل کړي دي.

محمد زیاتوي: « په کندهار کې په درنو کارونو بوخت کوم ماشومان چې وو، دا ټول موږ کارونو ته چمتو کړي. څوک موږ وړکتونونو ته استولي، څوک مو روزنتونونو ته استولي دي او څوک مو مدارسو او دارالایتام کې شامل کړي. ډېر کم شمېر به پاتې وي، نور مو ټول په کار بوخت کړي. دلته په عینو مېنه کې دارالایتام چې هغه عربو جوړ کړی و، تاسې ته به مالومات وي او همدې دارالایتام کې موږ ۷۰۰ یا ۸۰۰ ماشومانو ته زده کړې ورکوو او د دوی روزنه کېږي.»

د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې څه باندې یو میلیون ماشومان په درنو کارونو بوخت دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist