د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوتېریش د افغانستان په تړاو خپل تازه راپور د یاد سازمان د امنیت شورا ته وړاندې کړی.
دا راپور چې د روان می۲۰۲۴ کال په تېرو درېیو میاشتو کې بشپړ شوی، په کې ادعا شوې، چې په افغانستان کې په امنیتي پېښو کې ۵۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د راپور یوه برخه:« د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له لومړۍ د مې میاشتې تر ۱۳ نېټې پورې، د امنیت اړوند ۲۵۰۰ پیښې ثبت شوې دي، چې د تېر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله ۵۵ سلنه زیاتوالی ښيي. په تېر کال کې ۲۱۲ د نشه يي توکو اړوند پېښې ثبت شوې وې، خو سږ کال یوازې د دې راپور د مودې په لړ کې۴۱۸ پېښې رامنځته شوي چې ۹۷ سلنه زیاتوالی په کې ښيي. ډېری دغه پېښې د افغانستان په مرکزي، سویلي، شمال ختیځ او سویل لویدیځو برخو کې رامنځته شوي.»
د ملګرو ملتونو سازمان په تازه راپور کې چې ۷۵ مادې دی، په بله برخه کې وایي، په یاده موده کې د وسله والو نښتو ۱۰۶ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې د تېر کال په همدې موده کې د دغه ډول پېښو شمېر ۷۵ ته رسېدلی وو. خو د ددې راپور په یوه بله برخه کې ادعا شوې، چې د لاسي بمي چاودونو په شمېر کې ۳۴ سلنه کموالی راغلی.
د راپور یوه برخه:« تېر کال په همدومره موده کې د لاسي بمي چاودنو شمېر ۲۹ ته رسیده، په داسې حال کې چې د روان کال په درېیو میاشتو کو یوازې ۱۹ پیښې ثبت شوي. د داعش خراسان څانګې د روان کال له فبرورۍ د ۲۸ نېټې د مې تر ۱۵ پورې شپږ بریدونه ترسره کړي چې په کې د طالبانو ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۴۵ نور يې ټپیان شوي، دغه راز په دې برېدونو کې شپږ ملکي وګړي هم وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي. په کندهار کې د کابل بانک مخې ته برید چې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخېست،هغو طالب امنیتي منسوبینو ته درنه مرګژوبله واړوله چې له یاد بانک څخه د معاشونو اخیستلو لپاره راټول شوي وو.»
وموغوښتل چې د دې راپور په تړاو د اسلامي امارت نظر هم له ځان سره ولرو، خو د راپور تر خپریدو له موږ سره نظر شریک نشو.
خو سرپرست حکومت له دې وړاندې دې ډول راپورونو ته په غبرګون کې ویلي ، ځینې سازمانونه او کړۍ په خپلو راپورونو کې د افغانستان په واقعیتونو پرده اچوي او په هېواد کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي.
مسوولینو ټینګار کړی چې هېڅ ډول وسله والې ډلې ته به په هېواد کې د فعالیت اجازه ورنه کړي او د تل په څېر به وځپل شي.