Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: د دوحې ناسته کې ګډون کوونکي افغانان د افغانستان استازولي نه شي کولی

فرحان حق: د دوحې ناسته کې له افغان پلاوي سره د رسمي دولت په توګه بحث نه کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/20

د دوحې درېیمه ناسته کې د اسلامي امات استازي د ګډون په تړاو ملګرو ملتونو تازه څرګندونې کړې دي.

د دغه سازمان عمومي منشي د ویاند مرستیال فرحان حق رسنیو ته ویلي، د دوحې درېیمه ناسته کې به د افغانستان د اوسني نظام له استازو سره د رسمي او قانوني دولت په توګه نه بلکې د حاکمو چارواکو په توګه چلن وشي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، دا چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه دی پیژندل شوی، ښايي ملګرو ملتونو له همدې امله دغه دریځ غوره کړی وي او یاهم د ځېنو هېوادونو او کړیو له لوري د فشار  په پایله کې یې دغه ډول څرګندونې کړې وي.

د سیاسي چارو شنونکی زمان ګل دهاتي وايي:« دوی د امنیت شورا د  ۲۰۹۷ پرېکړه لیک پر اساس یو مسوولیت لري، د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو په اړه باندې، نو په دې خاطر ده، چې دوی د حکومت رسمي استازو په نوم نه شي  غوښتلی. خو په هر صورت زما باور دا ده چې کېدای شي، دوی هغه رسمي پروتوکول چې وجود لري، په هغه کې یو سلسله تغییرات راوستل شي او بلاخره دغې مسالې ته د حل یوه لاره پيدا شي. دا یوه ممکنه مساله ده.»  

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« دا چې د ملګرو ملتونو استازي په دې وروستیو کې غږ کړی چې دوی د اسلامي امارت له چارواکو سره د دولت استازو په توګه نه بلکې د حاکمو استازو په توګه ویني، کېدای شي دا د وروستیو فشارونو له امله وي،د ګڼو دولتونو یا هم نړیوالو ادارو،یاهم ځېنو پخوانیو افغان چارواکو لخوا پر ملګرو ملتونو باندې فشار راوړل شوی وي.»

د سیاسي چارو شنونکي وايي، د ملګرو ملتونه دغه څرګندونې چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت استازو ته به د رسمي دولت پروتوکول ورنه کړل شي، د دغه سازمان  تاریخي تېروتنه یادوي چې په باور یې بیا به یې جبران نه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دا چې ملګرو ملتونو ویلي، چې د دوحې په ناسته کې طالبان د یوه دولت په توګه نه، بلکې د حاکمانو په توګه ګډون کوي، دا په خپله د ملګرو ملتونو تېروتنه ده،  د دې لپاره چې په ۱۹۴۶ کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په لومړۍ ناسته کې افغانستان د ملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړی چې تر نننه پورې افغانستان د ملګرو ملتونو غړی دی. دوی باید اول خپل تاریخ ته متوجې شي او بیا راشي دا خبره وکړي.»  

په ټولکه د ملګرو ملتونو وروستۍ څرګندونې تشریفاتي موانع یادیږي چې د شنونکو په باور د مذاکراتو په نتیجه کې د حل وړ دي.

 دوی وايي، افغان اوسنی نظام د دوحې په راتلونکې ناسته کې د قضیې د یوه اصل لوبغاړي او حقوقي لوري په توګه  ګډون کوي چې حاکمیت او حکومت لري او د افغان ولس استازي دي.

له دې درې ورځې وړاندې اسلامي امارت اعلان وکړ، چې د دوحې په ناسته کې ګډون کوي او پرمهمو مسایلو به له نړۍ سره خبرې او بحثونه لري، په داسې حال کې چې د دوحې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو له لوري کابل ته د ګډون رسمي بلنه ورکړل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist