Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکو او پخوانیو سیاسیونو اختریزو پيغامونو کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی

چارواکو او پخوانیو سیاسیونو اختریزو پيغامونو کې د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/17

د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو او پخوانيو سیاسیونو د لوی اختر په مناسبت خپلو اختریزو پیغامونو کې پر افغانانو د یووالي، نظام ملاتړ او د زده کړو پر اهمیت او  اړتیا ټینګار کړی دی.

پخواني  ولسمشر حامد کرزي په خپل اختریز پيغام کې چې په خواله رسنیو یې خپور کړی افغانانو ته یې د اختر مبارکي ویلې او پر سرپرست حکومت یې غږ کړی چې د هېواد آبادۍ او فلاح لپاره دې د نجونو پرمخ ښوونځي پرانیزي.

هغه زیاته کړې:« که چیرې غواړو، چې هېواد او خلک مو د پردو له احتياجه خلاص شي او د خپلو بچیانو پر مټ د بريا او پرمختګ لوړو درجو ته ورسېږي، نو اړینه ده چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو بچیانو (نجونو او هلکانو) ته د زده کړې او تعلیم زمينه برابره کړو.  بيا هم پر  سرپرست حکومت غږ کوم چې د هېواد د خير او فلاح لپاره ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.»

دغه راز د مخکېني حکومت د ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل اختریز پيغام کې ویلي، سږکال لوی اختر په داسې مهال راځي چې فقر، بېکارۍ او طبیعي پېښو خلک په شدید ډول اغېزمن کړي او ډېر شمېر هېوادوال له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګریوان دي.

هغه زیاته کړې:«زموږ د هېواد ابادي او پرمختګ زموږ په یووالي، ګډ کار، د ټولو لپاره د زده کړو او کار د مشروع حق په تامین کې نغښتی دی. د افغانستان خلک باید په ځيرتیا سره د ملي ګټو، ملي یووالي، قومي، مذهبي او فرهنګي تنوع ته په احترام کولو او د ټولو لپاره د سوله ییز ژوند د زمینې په برابرولو سره، همغږي او یو موټی شي.»

له دې سربېره ګڼ شمېر اوسنیو چارواکو په خپلو اختریزو پيغامونو کې د اوسني نظام پر ملاتړ ب ټینګار کړی او ولس ته یې ډاډ ورکړی چې د اختر شپې ورځې دې په ډاډمنه امنیتي فضاء کې ولمانځي.

رئيس الوزرا محمد حسن اخند په خپل اختریز پيغام کې پر مسوولینو غږ کړی چې مسوولیتونه په سمه ادا او د خلکو خدمت وکړي.

هغه زیاته کړې:« په امارتي مسوولینو غږ کوم چې د ولس خدمت ته په پوره اخلاص او لوړ همت سره ودریږي. په هره برخه کې باید د هېوادوالو د هوساینې او پرمختګ لپاره اقدامات ترسره کړي او په دې برخه کې هېڅ نوع سستي یا غفلت ونه کړي.»

نن دوشنبه په هېواد کې د لوی اختر اوله ورځ ده.

امنیتي مسوولینو په ټول هېواد کې د لوی اختر لپاره کلک امنیتي تدابېر نیولي او هېوادوال ته ډاډ ورکوي چې پرته له اندېښنې او وېرې دې د اختر شپې ورځې په خوښۍ ولمانځي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist