Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تخاري: سلګونه افغان پانګه‌والوخپله پانګه له پاکستانه خپل هېواد ته انتقال کړې

تخاري: سلګونه افغان پانګه‌والوخپله پانګه له پاکستانه خپل هېواد ته انتقال کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/15

ملګرو ملتونو، د بښنې نړيوالې ادارې، د ملګرو ملتونو اړوند د کډوالو نړیوال سازمان او ګڼو هېوادونو له پاکستانه د افغان کډوالو پر زوره ایستلو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او د اسلام اباد دغه عمل یې د کډوالو نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

کراچۍ ښار کې د افغانستان کونسل عبدالجبار تخاري د یوې پوښتنې په ځواب کې وایي، په تېرو ۸ میاشتو کې له زرو ډېرو افغان سوداګرو او پانګه والو افغانستان ته خپله پانګه انتقال کړې او په دغه هیواد کې مېشتو افغان پانګوالو ته یې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوي او کولی شي په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

تخاري زیاتوي: « د اټکل له مخې نږدې زرو افغان سوداګرو خپله پانګه او کاروبار افغانستان ته انتقال کړی دی.»

نوموړي د کډوالو په تړاو وویل، پاکستان د هغو افغان کډوالو چې د (اې.سي. سي) یا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري، هېواد ته یې بېرته ستنوي.

د هغه په خبره، د افغان کډوالو د اجباري ايستلو د دویم پړاو له پیله تراوسه ۶ سوه زره  افغانان په زوره ايستل شوي دي.

تخاري وايي: « تراوسه ۴۲۵۱ افغانان چې په دې کې تر ۲۳۰پورې ښځینه او ۳۵۰ ماشومان شامل دي، دا ټول د اسلامي امارت په مصرف موږ خپل هېواد ته واستول او اوس موږ ډېر کم تر دا ۴۰ شاوخوا بندیان لرو، دا هم هغه کسان دي چې په غیر قانوني توګه نیول شوي دي او تر ۲۰ شاوخوا کسانو کارونه څېړل شوي او کېدای شي تر اختر مخکې موږ دوی خپل هېواد ته واستوو که نه شوه، نو له اختر وروسته یې بیا استوو.»

عبدالجبار تخاري د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل،، په تېر کال کې د پاکستان له بندخونو څلور نیم زره افغان بندیان خوشې شوي او د پاکستان حکومت سره د بندیانو په راخوشې کولو بوخت دي چې د دغو هڅو په پایله کې به د لوی اختر وروسته ۲۰ تنه افغان بندیان خوشې او هېواد ته به یې را ستانه کړي.

تخاري زیاته کړې: « ډېری افغانان خپل هېواد ته واستول شول او نږدې ۶۰۰ زره افغانان وو چې په زور ویستل شوي دي؛ خو اوس افغانان په خپله خوښه ځي خپل هېواد ته، ځکه دوی اوس په دې پوه شوي دي چې پاکستان مو نه پرېږدي او ښه دا ده چې ښه په عزت خپل هېواد ته ستانه شي.»

نوموړی د دې مرکې په یوې برخه کې وایي، د کډوالو راستنېدو لپاره د امکان تر کچې چمتووالی لري او هڅه کوي چې له دوی سره د خوراکي توکو، سرپناه او جامو برخه کې همکاري وکړي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ په نوي راپور کې ویلي، په ټوله کې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د افغانستان ۹.۱۰ میلیونه وګړي بې ځایه شوې وو. د یاد بنسټ د موندنو پر اساس دغه وګړي د افغانستان په داخل او یا هم ګاونډیو هېوادونو ته بې ځایه شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist