Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وېسټ له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

وېسټ له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/11

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ له تېرې یوې میاشتې راهیسې د خپلو سفرونو  په لړ کې پاکستاني، چینايي، تاجکستاني، هندي، ایراني، قطري او ازبکستاني چارواکو سره  د افغانستان د روان وضعیت لپاره د یوې معقولې حللارې پیدا کولو هڅه کوي، څو افغانستان د نړیوالې ټولڼې برخه وګرځي او رسمې تعاملاتو ته زمینه برابره شي.

وېسټ د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال سره په لیدنه کې د پراخو ګډو ګټو او په افغانستان کې د راتلونکې تګلارې په اړه خبرې کړې دي.

وېسټ وايي: « خوښ یم چې په واشنګټن کې مې د ازبکستان امنیت شورا مرستیال کاملوف او افغانستان لپاره ځانګړي استازي ارګاشف کوربتوب وکړ او په افغانستان کې د ګڼو ګډو ګټو او مخې ته پرتې لارې په هکله وغږېدو.»

که څه هم وېسټ د افغانستان په اړه د ازبکستان له چارواکو سره د خپلو خبرو نور جزئیات نه دې خپاره کړي، چې په کومو مسایلو به یې بحث کړی وي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان د وېسټ دا ډول لیدنې د افغانستان د روان وضعیت بدلون لپاره بې ګټې ګڼي او په باور یې باید هغه د سرپرست حکومت چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان په هکله کولی شي نېغ په نېغه د افغانستان اسلامي امارت سره لیدنه وکړي او خپلې ستونزې شریکې کړي. دا چې هر هېواد ته ځي یا هر ځای کې د افغانستان په چارو که د هغه هېواد له استازو سره ګوري، زما په نظر دا د افغانستان خلکو ته کومه ګټه نه لري. د افغانستان خلک  د مستقیمې لیدنې په تمه دي، څو دواړه لوري خپلې خپلې خبرې وکړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوهان بیا وایي، د افغانستان کشاله هغه وخت حل کېدای شي چې نړیواله ټولنه او سرپرست حکومت د یو بل مشروع غوښتنې ومني او د دوی په خبره اسلامي امارت باید د سیاسي څېرو سره بین الافغاني مذاکرات ترسره کړي چې د نړۍ پلمې ختمې او رسمي تعامالاتو ته زمینه برابره شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « د افغانستان د ناورین حل په څو برخو کې همغږۍ ته اړتیا لري. د سیاسي حل لپاره باید بین الافغاني مذاکرات ترسره شي، اقتصادي حل لپاره باید نړیوالې مرستې او پراختیايي پروژې په افغانستان کې پلي شي او همداسې امنیت او ثبات لپاره باید سیمه‌ییز هېوادونه له افغانستان سره همکاري وکړي او همداراز بشري حقونو ته باید درناوی وشي.»

دا لیدنه په داسې مهال کې ترسره کېږي چې ټاکل شوې درې اونۍ وروسته د جون په دېرشمه نېټه د قطر په کوربتوب د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه ناسته جوړه شي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک ویلي، چې د یادې غونډې موخه په منسجمه، همغږې او ساختارمنده توګه له افغانستان سره د نړیوال تعامل زیاتول دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist