Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: ا.ا دې د ولس غږ واوري او غوښتنو ته دې درناوی وکړي

کارپوهان: اسلامي امارت باید د افغانستان په اړه هره جوړېدونکې ناسته کې له پیاوړې اجنډا سره ګډون وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/10

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې د افغانستان وضعیت ښه والي لپاره لسګونه ناستې ترسره شوې او په هره جوړېدونکې ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین، ټولګډونه حکومت جوړولو، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې غوښتنه شوې.

که څه هم اسلامي امارت دا موارد تطبيق شوي بللي؛ خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، که اسلامي امارت رښتيا هم د نړيوال رسميت او تعامل غوښتونکی وي، نو د افغانستان په تړاو هره جوړېدونکې ناسته کې دې ګډون وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځي وايي: « د اسلامي امارت چارواکي دمګړۍ د دوحې فارمټ یا کانفرانس په چمتوالي بوخت دي، دوی هلته په سیاستونو جوړولو مشغول دي. دوی د توازن برقرارولو یا راتلونکو حساسیتونو د نه راپارېدو له امله د ایران فارمټ کې ګډون ونه کړ.»

کارپوهان وایي، په تېرو درېیو کلونو کې ګڼې ناستې د افغانستان په تړاو جوړې شوې او په خبره یې یادې ناستې هېڅ د افغانستان پر ګټه نه وې، ځکه د دوی په خبره هر هېواد کوښښ کوي څو د دغسې ناستو له لارې سیاسي او اقتصادي موخې تعقیب کړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « دا ناستې د دې لپاره کېږي، چې له ګاونډیو نیولې تر نړیوالو هېوادونو پورې د دوی سیاسي موخې په کې خوندې دي، موخه افغانستان نه دی، د دوی خپلې سیاسي ګټې دي او افغانستان د همدوی د سیاسي موخو قرباني شوی دی. که افغانان خپله خپل ځانته ته متوجې نه شي، خپل راتلونکي ته متوجې نه شي، ملي وحدت رامنځته نه کړي؛ نو دا هېواد به له همدغسې بدبختیو سره مخامخ وي.»

یو شمېر نور بیا په دوحه کې د افغانستان په تړاو کېدونکې ناسته مهمه بولي او له سرپرست حکومته غواړي، چې له پياوړې اجنډا سره په کې ګډون وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه معین ګل څمکنی وايي: « د دوحې درېیمه ناسته کې باید اسلامي امارت ډېر واضح دریځ ونیسي، د خاص استازي ټاکل کېدل دومره اړین نه دي او ترڅنګ یې اسلامي امارت باید هلته د ولس استازیتوب وکړي، جهتونه باید نه وي، اوس په افغانستان کې داسې نظام قایم دی چې ټوله خاوره یې تر واک لاندې ده، خپل حکمونه جاري کوي او ښه به دا وي، چې ملګري ملتونه هم دغه موضوع درک کړي او په اړه یې په خپلو تصمیمونو کې بدلون راوړي.»

څو ورځې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا څخه د دوحې غونډې د اجنډا او ترکیب په تړاو وضاحت وغوښت.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي
افغانستان

سرچینه: ناپېژاندو وسله والو باړه کې د داعش خراسان څانګې ګڼ غړي وژلي

فبروري 5, 2026
د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي
افغانستان

د ننګرهار خلک له نړیوال بانک د نیمه کاره پروژو بشپړولو غوښتنه کوي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist