Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نیمروز له لارې له ایرانه هېواد ته د افغان کډوالو راتګ زیات شوی

د نیمروز له لارې له ایرانه هېواد ته د افغان کډوالو راتګ زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/09

نیمروز کې ځايي مسوولین وايي، په وروستیو کې له ایران څخه هېواد ته د افغان کډوالو راتګ بهیر زیات شوی دی.

راستنېدونکي کډوال وایي، اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او د ایران حکومت لخوا د استوګنې لپاره د پیسو غوښتنې دې ته اړ کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.

عبدالله په ایران کې له کلونو ژوند وروسته له خپلې کورنۍ سره یو ځای د اقتصادي ستونزو له امله خپل هېواد ته راستون شوی.

نوموړی وايي، د ایران حکومت له هر افغان کډواله هلته د یوه کال د اوسېدو په بدل کې سل میلیونه تومان غواړي؛ خو په ایران کې د پاتې کېدو لپاره یې دا پیسې نه وې.
هغه زیاتوي: « هلته به کار کوې، که چېرې مالک یو ښه انسان و پیسې دې درکوي او که چېرته داسې ناشنا کس و، نو هر څومره کار چې وکړې پیسې دې نه درکوي، تل به په اندېښنو کې یې، کار به کوې، زحمت به باسې؛ خو پیسې به نه درکوي، چې دا خپله یوه اندېښنه ده.»

د عبدالله مېرمن فرزانه وايي: « ایران کې وو، خو هلته مو ژوند ښه نه و، د کور کرایه، خرڅ دا هر راته سخته وه، ذهني ارامتیا مو نه درلوده، هرې خوا به چې تلې د افغان په نوم به یې راته بد رد ویل؛ نو بس په همدې خاطر بېرته راستانه شو.»
د عبدالله په څېر سید عمر هم له خپلې کورنۍ سره له ایرانه افغانستان ته راستون شوی دی.
د هغه په ​​وينا، په ايران کې يې ماشومان ښوونځيو ته نه پرېښودل کېدل او اوس له سرپرست حکومته غواړي چې اولادونو ته یې په کور دننه د زده کړو زمینه برابره کړي.

عمر وايي: « موږ چې کله خپل ماشومان ښوونځي ته وروستل، ویل یې تاسو کارتونه نه لرئ، نو ستاسې ماشومان موږ نه نیسو. بیا یې ویل کله چې تاسې ۱۰۰ میلیونه تحویل کړې او د هوشمند کارتونه مو واخېستل بیا به موږ ستاسې ماشومان ونیسو، بیا نو موږ راستانه شو خپل هېواد ته چې هلته مو هم ژوند له ستونزو ډک دی، نو پرېده چې بېرته خپل هېواد ته راشو، لږترلږه ماشومان به مو خپلې زده کړې وکړي.»

 د سید عمرمېرمن جمیله بیا وايي:« دا چې خپل هېواد ته راغلو ډېر خوښ یو، هلته مو ماشومانو درس نه شو ویلی، بیرون نه شو ګرځېدلی، وضعیت مو ډېر خراب و، هلته افغانان هېڅ ارزښت نه لري، چې ډاکټر ته تلو زموږ درملنه یې نه کوله، بس د یوه نه د ټولو افغانانو وضعیت هلته خراب دی.»

د نیمروز سیمه ییز چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کورنیو په داوطلبانه راستنېدو کې زیاتوالی راغلی دی.

دوی زیاتوي، په تېرو دوو مياشتو کې له  ۱۲۰ زرو زیات افغان کډوال له ايران څخه شړل شوي او د میلک پولې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د دې ترڅنګ دوی وایي، په تېرو دوو مياشتو کې ۲۵۰۰ کورنۍ په خپله خوښه له ايران څخه افغانستان ته راستنې شوې دي.

د نیمروز د کډوالو او بېرته راستنیدونکو رئیس عبدالله ریاض وايي: « په تېرو دوو میاشتو حمل او ثور کې نږدې ۲۵۰۰ کورنۍ له ایرانه راستنې شوې دي چې غړي یې تر ۱۰ زرو رسېږي، اکثریت یې په خپله خوښه راغلي او لامل یې دا دی چې د ایران حکومت له دوی پیسې غواړي او دوی پیسې نه لري چې ورته یې ورکړي نو ځکه بېرته خپل هېواد ته راستانه کېږي.»

که څه هم بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو تګ تر ډېره په کور دننه د کاري فرصتونو نشتون په ګوته  کېږي؛ خو د یادو افغان کډوالو په بېرته راتګ سره ټینګار پر دې دی چې سرپرست حکومت دې یادو افغانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او په کوردننه دې د یادې ستونزې د دایمي حل لپاره تګلارې جوړې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist