Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کورنیو چارو وزارت سرپرست پر مشرۍ پلاوی متحده عربي اماراتو ته تللی

د کورنیو چارو وزارت سرپرست پر مشرۍ پلاوی متحده عربي اماراتو ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/06

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د سراج‌الدین حقاني پر مشرۍ پلاوی متحده عربي اماراتو ته تللی او د دې هېواد له چارواکو سره د افغانستان په اړه غږېدلی دی.

که څه هم د دغه سفر په تړاو زیات جزئیات نه دي خپاره شوي، خو سرپرست حکومت وايي، د کورنیو چارو وزارت سرپرست پر مشرۍ پلاوی، چې د استخباراتو عمومي رئیس یې هم په ترکيب کې شامل دی، متحده عربي اماراتو ته سفر کړی او د دې هېواد د دولت له رئيس محمد بن زاید ال نهیان سره يې کتلي.

تر اوسه دا نه دي ويل شوي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان اړوند پر کومو مسايلو بحث شوی؟

په ورته وخت کې د متحده عربي اماراتو دولتي اژانس خبر ورکړی، چې د حقاني پر مشرۍ له کابل ورغلي لوړپوړي پلاوي د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره ناسته کړې او پر مهمو سیاسي او اقتصادي مسایلو یې خبرې کړې دي.

د متحده عربي اماراتو د دولتي رسنیو ویلي، په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر ثبات، اقتصادي همکاریو او ګډو کټو خبرې او بحثونه شوې دي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« دغه سفر اقتصاد محوره، سیاست محوره او امنیت محوره ده. نو په دې لحاظ په صراحت دا ویلی شو، چې دا سفرونه د افغانستان اسلامي امارت لپاره موثر او ګټور دي. له بل اړخه افغانستان له سیاسي او نړیوالې انزوا ورو، ورو وباسي. موږ باوري یو چې دغه شان سفرونه هم د افغانستان ملي ګټو په رڼا کې د افغانانو لپاره ګټور دي او هم د افغانستان خپلو مشرانو له ادرسه پر نړیواله کچه د خپل ملت غږ لري.»  

ځېنې نور بیا وايي، متحده عربي امارت د اسلامي نړۍ او همدا راز نړیوالې ټولنې د باور وړ هیواد دی او له دغه هېواد سره اړیکې پالل د افغانستان پر ګټه دي.

دوی وايي، له اقتصادي پلوه له متحده عربي اماراتو سره نږدې اړیکو ټینګښت کولی شي چې د افغانانو پر ګټه تمامې شي  او همدا راز یاد هېواد به په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سرور نیازی وايي:« متحده عرب امارات هم د امریکا لپاره او هم د اسلامي نړۍ لپاره یو خاص اعتبار او ځای لري. متحده عرب امارات له اقتصادي پلوه یو ځواکمن هېواد دی، کولی شي په افغانستان کې ښې لاسته راوړنې ولري، پانګونه وکړي، چې هم به د افغانستان او هم به د متحده عرب اماراتو پر ګټه وي.»

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني سره د بندیزونو چې پرې لګېدلي دي یوه هېواد رسمي سفر لري.

شنونکي په دې اند دي چې دا کولی شي د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ شته اړیکې نورې هم ورغوي او پراخه یې کړي.

دوی وايي، دا اړینه ده چې د افغانستان د اوسني حکومت همداسې با صلاحیته پلاوي هېوادونو ته سفرونه ولري او مسایل له نږدې سره مطرح کړي.

د سیاسي چارو شنونکی شهزاده مسعود وايي: « کوم پلاوی چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پر مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی، دا زه یو نېک او پر ځای اقدام بولم. دا ډېره ښه ده، چې د متحده عربي اماراتو او حکومت ترمنځ په سیاسي او تجارتي مسایلو باندې خبرې وشي. دا لومړی ځل دی، چې د حقاني پر مشرۍ باندې یو پلاوی بهر ته ځي. زه یې یو نېک او پر ځای اقدام بولم او فکر کوم چې دا اړیکې به له متحده عربي اماراتو سره نورې هم ښې شي.»

انس حقاني چې د اسلامي امارت مهم غړی دی نوموړی هم متحده عربي اماراتو ته د تللي پلاوي ملتیا کوي خو دا لا څرګنده نه ده چې دغه افغان پلاوی به نورو کومو چارواکو سره کتنې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت هم اسلامي امارت ته سپارل شوی او د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوري ورته ډیپلوماتان معرفي شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist