Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پتمن: د نویو مرکزونو پرانېستنې سره به د پاسپورټونو د وېش لړۍ لا چټکه شي

پتمن: د نویو مرکزونو پرانېستنې سره به د پاسپورټونو د وېش لړۍ لا چټکه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/01

د پاسپورټ عمومي ریاست ویاند نورالله پتمن شمشاد او خلکو خپرونه کې ویلي، د پاسپورټ د وېش بهیر په عادي ډول جریان لري او هره ورځ په اوسط ډول ۱۲زره ټوکه پاسپورټونه وېشي.

پتمن مني، چې د پاسپورت اخېستو پروسه کې یو لړ ستونزې شته؛ خو په خبره یې دې ریاست د مراجعینو د ستونزو حل او د پاسپورت اسانه وېش په موخه یو لړ اقدامات کړي دي.

پتمن وايي: « که تاسې په ورځ کې شاوخوا د ۱۲ زره پاسپورټونو وېشنه پڅه بولۍ؛ خو دا پڅه پروسه نه ده او دا یوه ډېر ګړندی بهیر دی او په دې مانا ده چې موږ په دې برخه کې ټولو خدماتو ته ژمن یو، د هېواد والو حقونو ته ژمن یو او هېوادوالو ته پر وخت خدماتو وړاندې کولو ته ژمن یو. د ورځې ۱۲ زره پاسپورټونه د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې توزیع کېږي.»

پتمن زیاته کړې، په پلازمېنه کابل کې به د پاسپورټونو د وېش درې نور نوي مرکزونه چې ۹۰ سلنه چارې یې بشپړې شوي پرانېستل شي.

دهغه په خبره، د دې مرکزونو له جوړولو یې اساسي موخه د پاسپورټ د ورکړې په بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.

پتمن وايي: « دغو لنډو ورځو کې به نورې برخې فعالې شي، کارونه یې ۹۰ سلنه خلاص دي، تشکیلات تکمیل دي، همداراز تخنیکي چارې تر ډېره بشپړې شوې دي او د یوه رسمي اعلان په ترڅ کې به موږ په مرکز کابل کې درې نورې څانګې پرانیزو او دا چې کله په رسمي توګه اعلان شوې؛ نو هغه سیمې به هم بیا هماغه وخت مشخصې شي، چې په کې نوې څانګې پرانېستل کېږي، دا به د کابل داسې سیمې وي چې ځتیځو، سویلې او شمالي ولایتونو ته به په کې رسېدنه کېږي، یعنې د کابل څلورو شاوخوا به خلک په اسانۍ دې سیمو ته راتللی شي.»

پتمن زیاتوې، زده کړیالان، بېړني ناروغان، ملي لوبغاړي د پاسپورټ ریاست په کاري لومړیتوبونو کې دي او همدارنګه سوداګرو ته یې د کابل ښار په فکري ملکیتونو ریاست کې ځانګړې څانګه جوړه کړې څو وکړای شي چې په لږ وخت کې پاسپورټ ترلاسه کړي.

نورالله پتمن د دې ریاست پر رئیس هر ډول تورونه رد کړل او د هغو خبرونو او اوازو په تړاو یې وضاحت ورکړ چې د پاسپورت رئیس د اسلامي امارت مشرتابه کندهار ته ورغوښتی و.

هغه وايي: « دا چې یو شمېر کړیو ځېنې راپورونه، ځېنې خبرونه او ځېنې اوازې واچولې چې ګواکي د پاسپورټ ریاست رئیس کندهار کې توقیف شوی دی، دا اوازې بې بنسټه او دروغ دي او حقیقت نه لري. »

نوموړي په دې خپرونه کې چې د شمشاد لېدونکو اړیکې یې هم ځوابولې وویل، د پاسپورټ ریاست تراوسه څه باندې ۲۰۰ جعل کاران نیولي او ډاډ ښيي چې دمګړۍ د پاسپورټ اخېستلو په برخه کې د کمېشن کارۍ کچه نږدې صفر شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist