د قطر نړیوالو همکاریو وزیرې د سویډن دنړیوالې پراختیا او بهرنۍ سوداګرۍ له وزیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
دواړو خواوو په دوحه کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په اړه درېيمه ناسته مهمه ګڼلې او تمه يې ښودلې، چې پايلې به يې له توقع سره سمې مثبتې وي.
د قطر نړیوالو همکاریو وزیرې لوله بن راشد الخاطر ویلي، د سوېډن له چارواکو سره يې د ناستې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ او منسجم ډول د نړیوالې ټولنې د تعامل زیاتوالی و او په لړ کې يې له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام هم ټينګار شوی.
هغې زیاته کړې: «په دې ناسته کې پر یو لړ عامه اندېښنو سربېره په بشري مرستو او پرمختګونو بحثونه وشول. د دې لیدنې ګډون کوونکو پر ګڼو اندېښنو، نړیوال عدالت او پر متوازن اقتصادي پرمختګ خبرې وکړې، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه دغو برخو ته پوره لاسرسی لري او نور ترې بې برخې دي.»
قطري چارواکي داسې مهال د افغانستان په تړاو د نورو هېوادونو له چارواکو سره غږېږي، چې ټاکل شوې ده، د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ په دوحه کې د ملکرو ملتونو په نوښت د افغانستان په اړه درېيمه ناسته ترسره شي.
د سیاسي چارو کارپوهان د افغانستان په اړه د قطر هڅې مثبتې ارزوي او وايي، دغه هېواد کولی شي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه وګرځوي، خو په خبره يې دا هغه وخت شونې ده، چې سرپرست حکومت د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ومني.
د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي:« قطر که څه هم کوچنی او د کم نفوس لرونکی هېواد دی خو بیا هم توانېدلی څو د سیمې او امریکا د ګټو خوندیتوب لپاره مهم رول ولوبوي او ځېنو هېوادونو کې چې ستونزې او کړکېچونه شتون لري، مخکښ دی.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه رحمت حسن وايي:« ملګري ملتونه باید طالبان په رسميت وپېژني. دویم دا چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ونه ټاکل شي او درېیم دا چې د افغانستان په استازولۍ هېڅ بهرنی استازی په غونډو کې ګډون ونه کړي.»
چارواکي واک ته سرپرست حکومت رسېدو روش ته په کتو، د افغانستان په اړه د قطر هڅې ستايي او زياتوي، دغه هېواد هڅه کوي، افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه وګرځوي او له کابل سره د مثبتو اړيکو نړيوالو چینل رامنځته کړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« قطر د افغانستان له اشغاله د خاتمې په پروسه کې ډېره ستره همکاري کړې او ښه رول یې ادا کړی دی. د افغانستان له خلکو سره د مرستې برخه کې یې هم ډېرې مرستې کړي. کله چې دلته پېښې شوي، زلزلې شوي، سېلابونه راغلي، افغانانو ستونرې لرلي، د قطر هېواد له موږ سره په دې وخت کې ښه همکارې کړې. موږ د دوی له همکاریو مننه کوو او دغه راز د ښو او پياوړو اړیکو غوښتنه کوو. دا چې نورو هېوادونو سره د دوی مشران وخت په وخت د افغانستان یادونه کوي او د مرستو د جلب هڅې یې کړي، له دې هم مننه کوو.»
سرپرست حکومت له دې وړاندې ویلي و، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو درېیمې غونډې د اجنډا له اروزنې وروسته، په یاده ناسته کې د ګډون او نه ګډون پرېکړه وکړي.
سرپرست حکومت تمه ښودلې، په ياده ناسته کې دې له سرپرست حکومت سره د تعامل، د سرپرست حکومت پر چارواکو د بندیزونو د لرې کولو او د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو خبرې وشي.