Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: د ا.ا استازو له ګډون پرته ناستې پایله نه ورکوي

شاهین: ملګري ملتونه دې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/16

د اسلامي امارت بیا ځلې واک ته د رسېدو نږدې درې کاله پوره شول، خو په دې موده کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لاهم د مخکيني حکومت له استازي نصیر احمد فایق سره ده او اسلامي امارت له غوښتنو سره سره بیاهم د یادې څوکۍ په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.

په قطر کې د اسلامي امارت سياسي دفتر مشر سهیل شاهین چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته نومول شوی، یو ځل بیا له دې سازمان غواړي چې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ دې سرپرست حکومت ته وسپاري.

شاهین وايي، د مخکېني حکومت استازی نه شي کولی د افغانستان استازولۍ وکړي او له نړیوالې ټولنې یې غوښتې، چې یاده څوکۍ دې د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپاري څو په ملګرو ملتونو کې د نړیوالو اندېښنو ته په مستقیم ډول سره ځواب ووایي.

شاهین زیاتوي:« له یوې خوا ملګري ملتونو او نړیواله ټولنه د افغانستان له اسلامي امارت سره د تعامل خبرې کوي، خو بلې خوا د تعامل په مخ کې دغه لوی خنډ چې هغه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د هغه چا په لاس کې ساتل دي، څوک چې په افغانستان کې هېڅ سیمه او ان یو کلی هم په اختیار کې نه لري. دا دواړه په تضاد کې دي. زه غوښتنه کوم چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د ځمکنیو واقعیتونو په اساس تصمیم ونیسي او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې د افغانستان اوسني حکومت ته وسپاري.»

شاهين وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې په دوحې کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره په کتنه کې یې هڅه کړې، چې د ملي ګټو په اډانه کې له ټولو هېوادونو سره مثبتې او رغنده اړیکې جوړې کړي.

شاهین له نړیوالې ټولنې غواړي، چې له افغان حکومت سره رغنده تعامل ته را وړاندې شي او سرپرست حکومت دې په رسمېت سره وپېژنې.

شاهین وايي:« هڅه کوو چې د افغانستان اسلامي امارت اصولو او مصالحو په رڼا کې له هغوی سره مثبتې اړیکې جوړې کړو. همدا شان هغه تبلیغان چې د اسلامي امارت په خلاف باندې کېږي، د هغوی ماهیت ورته څرګند کړو، هغه شنډ کړو او خپل موقف د بېلابېلو مسایلو اړوند واضح کړو. »

خو د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ څوکۍ د اوسني حکومت حق ده او په خبره يې سرپرست حکومت ته د يادې څوکۍ په ورسپارل کېدو سره به د افغانستان او نورو هېوادونو اړيکي پيوند ومومي.

د سیاسي چارو کارپوه نازکمیر زیارمل وايي:« په کار همدغه ده چې د افغانستان اسلامي امارت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ څوکۍ وسپارل شي، ترڅو وکولی شي، چې افغانستان خپلې ستونزې له نړۍ سره شریکې کړي او د نړۍ اندېښنې د افغانستان پر وړاندې هغه پر خپلو غږونو واوري.»  

اسلامي امارت له تېرو درېیو کلونو راهیسې هڅه کوي، چې هېوادونه  یې په رسمېت وپېژني او په مهمو نړیوالو سازمانونو کې خپل استازي ولري، خو نړیوالې ټولنې بيا د حکومت پر رسميت پېژندل د کابل له لوري د يو لړ مسايلو پر منلو پورې مشروط کړي.

بشري حقونو ته درناوی، د ټولشموله حکومت جوړول، ترهګرۍ سره جدي مبارزه او يو شمېر نور موارد هغه څه دي، چې نړيوالې ټولنې سرپرست حکومت ته د رسميت پېژندلو په بدل کې پر مېز اېښي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist