اوږدې جګړې، ناامني، وچکالي او نور هغه څه دي چې افغانان يې پر خپلو پښو د درېدو پر ځای د نړيوالو بشري مرستو ته تکيه کړي دي.
تازه د پي.آی.اېن په نوم یوې نړیوالې موسسې د ځینو افغانانو پر ژوند خپاره کړي راپور کې اټکل کړی، چې روان کال به ۲۳ میلیون افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري، چې دا شمېر د افغانستان له نیمایي زیات نفوس تشکیلوي.
د راپور یوه برخه:« اټکل کېږي، چې په ۲۰۲۴ کې د افغانستان ۲۳ میلیون خلک، چې د هېواد نیمایي نفوس تشکیلوي بشري مرستو ته اړتیا پیدا کړي، چې دا مهمې مرستې خوراکي توکي، پاکو اوبو ته لاسرسی، روغتیایي خدمتونه او د زدهکړو په برخه کې د اسانتیاوو برابرول دي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نشري که څه هم د عامو خلکو اقتصادي وضعيت ته په کتو ستونزې مني، خو وايي، پلان لري روان کال د پراختیایي او زېربنایي پروژو د تطبيق له لارې خلکو ته د کار کولو فرصتونه رامنځته او په دې توګه په هېواد کې لوږه او اقتصادي ستونزې کمې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکي په دې اند دي چې لنډمهالې مرستې نه شي کولې د افغانانو ستونزې په دايمي توګه حل کړي او په خبره یې، خلکو ته باید اوږد مهاله کاري فرصتونه برابر شي څو وتوانېږي تر یوه حده خپلې ستونزې حل کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی محب ا لله شریف وايي:« لوی لاملونه چې دا فقر نه را ټیټیږي، هغه د اقتصاد برخه کې په پراخه کچه باندې لوی اجرات تر اوسه پورې نه دي پيل شوي، بانکونه تر محدودیت لاندې دي، خلکو ته بېړنۍ مرستې توزیع کېږي، خو زیاته هڅه نه کېږي، چې هغوی ته کار وښودل شي، هغه پر دې باندې سمبال کړی شي، چې په خپله کار وکړي او اقتصادي لاسته راوړنو باندې خپل ژوند مخته یوسي. اوږدمهاله لویې پروژې لا نه دي پلې شوي. کله چې دا پيل کېږي، نو دا هرڅه به له مخې لرې شي.»
له دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په يو لړ راپورونو کې په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ کچې د لوړوالي ادعا کړې او ويلي يې دي، چې د ترلاسه شویو ارقامو له مخې دامهال ۱۷ ميليونه افغانان د شديدې لوږې له امله بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.