له هغې وروسته چې په پاکستان کې د ټي.ټي.پي او بلوڅو ازادي غوښتونکو بریدونه زیات شوي، د دغه هېواد چارواکي یې پړه پرافغانستان اچوي.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په پاکستان کې ناامني او بریدونو زیاتوالی د دغه هېواد د نظامي حکومت د هغو پالیسو پایله ده چې له مخې یې په تیرو ۵۰ کلونو کې ترهګري وروزله او ملاتړ یې وکړ.
دوی وايي، پر افغانستان د پاکستان وروستي تورونه او بریدونه یوازې پلمې دي چې غواړي د نړۍ په وړاندې ځان له ملامتۍ وژغوري.
د کارپوهانو په باور، پاکستان هېڅ کله هم په افغانستان کې ځواکمن او خپلواک مرکزي نظام نه غواړي او په کابل کې دغه ډول نظامونه د خپل ځان لپاره ګواښ ګڼي.
د دوی په خبره، اسلام اباد تل هڅه کوي چې کابل کې د ځواکمنو حکومتو د جوړېدو مخه ونیسي او د دوی سیاستونو تر اغیز لاندې حکومت رامنځ ته شي.
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« پاکستان هېڅکله هم نه غواړي چې په افغانستان کې یو قوي او باثباته حکومت جوړ شي. که څومره قوي او باثباته حکومتونه هم دلته منځته راشي، پاکستان به د هغې پر وړاندې هلې ځلې کوي، ترڅو هغه حکومتونه ضعیفه او بلاخره له منځه یوسي.»
د سیاسي چارو کارپوه کمال ناصر اصولي وايي:« پاکستان تل په افغانستان کې یو کمروزی دولت غواړي چې د دوی پالیسو لاندې کنټرول کړی شي، داسې یو دولت چې هغه مرکزي وي او قوي وي، د دوی پر ګټه نه ده.»
خو اسلامي امارت وايي، پاکستان پر افغانستان یوازې تورونه پورې کوي او په حقیقت کې پاکستان د خپل داخلي امنیت ټينګښت مسوولیت لري او اسلامي امارت دا ډاډ ورکوي چې خاوره به یې پر وړاندې ونه کارول شي.
د سلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په پاکستان ک شویو امنیتي پیښو کې هېڅ ډول لاس نه لري او اسلام اباد د خپلو ولسونو د ذهنیت بدلون په موخه پر افغانستان تور پورې کوي.
مجاهد وايي:« متاسفانه پاکستان پرله پیسې تورونه پورې کوي، د خپلو مسوولیتونو پړه پر افغانستان اچوي، پاکستان کې دننه امنیت، هلته د پېښو مخنیوی دا د پاکستان امنیتي ځواکونو کار دی او باید بیداره واوسي، دوی باید خپله خاوره وساتي، امنیت وساتي، هغه کوم مصارف چې دوی په دې برخه کې کوي، د هغې پر اساس باید خدمات وړاندې کړي. داچې افغانستان تورنوي، په وړو موضوعاتو باندې یا د هرې موضوع نسبت افغانستان ته کېږي، د دې مانا دا ده چې دوی له خپلو مسوولیتونو تېښته کوي او غواړي عامه ذهنیت بلخوا واړوي او یوه نوع خپله کمزوري توجیه کړي. نو دا پر ځای کار نه دی. افغانستان بیاهم اعلان کوي چې د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر وړاندې چاته د فعالیت اجازه نه ورکوي او نه هغو پېښو کې موږ لاس لرو، چې د پاکستان په خاروه کې پلان کېږي.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا په پاکستان کې د جګړو او ناامنیو زیاتېد لامل د بلوڅو او پښتنو پر وړاندې د دغه هېواد د پوځ جګړه یادوي.
دوی وايي، د حل یوازینۍ لاره ملکي حکومت ته د واک ورکړه ده او له سیاسته د دغه هېواد څارګره اداره او د پوځ اېستل دي.
د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د پاکستان د پوځ او استخباراتو جګړه د خپلو ولسونو پر وړاندې په ځانګړي ډول د پښتنو او بلوڅو پر وړاندې ظلم دی. د دې ظلم پر وړاندې هرڅوک چې درېږي، د هغه جګړه حق ده. که پاکستان غواړي خپلې امنیتي ستونزې حل کړي، دوی باید خپل د ولسونو حقه حق ورکړي، ولسواکي جاري وساتي، ملکي حکومت ته صلاحیت ورکړي، پوځ او استخبارات له سیاسته ګوښه شي. دغه د حل لاره ده.»
تازه په پاکستان کې یو څيړنیز مرکز راپور خپور کړی، چې په دغه هېواد کې د وروستیو بریدونه له امله یې له ۴۲۰ زیات کسان وژل شوي چې ډېری یې پوځیان دي.
د پاکستان ادعا داده چې د ټي.ټي.پي غړي په افغانستان کې دي او په پاکستان کې بریدونه له هماغه ځایه پلانوي خو اسلامي امارت بیا په کلکه دا ردوي او زیاتوي چې ټي.ټي.پي په افغانستان کې هېڅ ځای نه لري او به یې د افغانستان خاوره یې پر وړاندې استعال شي.