د اسلامي امارت د واکمنېدو نږدې درې کاله تېرېږي، خو په دې موده کې ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لاهم د مخکېني حکومت له استازي نصیر احمد فایق سره ده او اسلامي امارت په وار وار غوښتنو سربېره هم، د یادې څوکۍ په ترلاسه کولو نه دی توانېدلی.
اسلامي امارت يو ځل بيا له ملګرو ملتونو غواړي، چې په یاد سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:« دا ډېره مهمه ده، د افغانستان څوکې چې ملګرو ملتونو کې ده، دا د افغانتسان ملکیت ده او د افغانستان خلکو منافع له هغې څوکۍ ساتل کېږي، دا چې نه ورکول کېږي، د افغانستان خلکو حق غصب شوی دی بې له شکه. دا باید هرڅه ژره بېرته افغانستان ته وسپارل شي او افغانستان ته موقع ورکړل شي، چې د خپل ځان استازولۍ هلته په ملګرو ملتونو کې وکړي.»
مجاهد وايي، د اصولو له مخې د مخکېني حکومت استازی نهشي کولی په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي وکړي.
هغه زیاتوي:« دا د ټولو نورمونو او اصولو خلاف ده، هغه (نصیر احمد فایق) یو شخص دی، تېره اداره چې موجوده وه، د هغوی استازولي به یې کوله، کله چې په افغانستان کې تحولات راغلل، نوی حکومت منځته راغلی، دا د حکومت پر استازیتوب نه دی، د افغانستان خلکو پر استازولۍ هلته ناست نه دی. یوازې هغه څوکۍ چې تشه پاتې نه شي، یو شخص دی، ناست دی او د افغانستان خلکو استازولي نه شي کولی.»
اسلامي امارت په قطر کې د خپل سیاسي دفتر مشر سهېل شاهین ملګرو ملتونو ته د خپل استازي په توګه نومولی، خو دې سازمان د نوموړي ماموريت پيلولو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.
د سیاسي چارو کارپوهان ياده څوکي د اسلامي امارت حق ګڼي او زياتوي، ملګري ملتونه دې د هېوادونو د غړيتوب اصل ته په پام ياده څوکي اسلامي امارت ته وسپاري.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« ملګرو ملتونو کې غړیتوب یا استازي درلودل، د یوه نړیوال سازمان با اعتباره حقوقي منل شوی او په ټوله نړۍ کې اثر لرونکی اهمیت لري، چې د افغانستان غږ ټولې نړۍ ته ورسوي او له نړۍ سره اړیکه ولري، ان له انزوا د خلاصون یوه لاره ده او کورنۍ ستونزې هم دلته حل کېږي او بهرنی سیاست هم هلته ښه منعکس کېږي. نو دا اړینه ده چې طالبان وکړی شي، چې د نړۍ او ملګرو ملتونو شرایط پلې کړي یا ومني، چې وکړی شي دغه څوکۍ لاسته راوړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۹۴۵زیږدیز کال کې د ملګرو ملتونو سازمان بنسټ کېښودل شو او افغانستان په ۱۹۴۶ کال کې د دغه سازمان غړېتوب ترلاسه کړ.