Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکايي پانګوال افغانستان کې د پانګونې پراختیا ته لیواله دي

admin by admin
2020/03/03

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته افغانستان کې پانګونې پراختیا ته لېواله شوي.

د افغان-امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین د افغان او امريکايي پانګوالو په څوارلسمه مقدماتي ناسته کې وویل ؛ د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې هوکړې لاسلیک امریکايي پانګوال هڅولي چې افغانستان کې خپلې پانګونې پراخې کړي.

د شمېرو له مخې د افغانستان او امریکا سوداګریزه راکړه ورکړه په کال کې شپېتو میلیون ډالرو ته رسيږي.

د افغانستان-امریکا د سوداګرۍ ګډه خونه وايي؛ اوس تر بل هر وخت سولې ته هېله مندي ډېره شوې او ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې مرسته کوونکي بنسټونه او امریکايي پانګوال په افغانستان کې د پانګونې د پیل او سوداګرۍ پراختیا لپاره د افغان- امریکا څوارلسمه ناسته جوړه کړي.

د امریکا – افغان ګډې خونې مشر  جیفریګریکو او د امریکا-افغان خونې اجرایوي مشر داسې وویل ((مونږ افغانستان کې د پانګونې لپاره له نورو تمویلونکو سره خبرې اترې لرو، او ټاکل شوې امریکايي شرکتونه په نږدې راتلونکي کې له افغانستان لېدنه وکړي، اوسمهال امریکايي ستر شرکتونه دلته پانګونې لري او یا هم خپل تولیدات پلوري.))

د مالوماتو له مخې د افغانستان او امریکا تر منځ د سوداګرۍ حجم شپېته مېلیون ډالرو ته رسيږي، خو افغانستان يوازې د پنځه ميلیون ډالرو په ارزښت توکي امریکا ته صادروي او پاتې پنځه پنځوس ميلیونه ډالره له یاد هېواد څخه واردات لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي؛ امریکايي پانګوال د کانونو، کرنه، انرژۍ تولید او یو شمېر نورو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.

یو امریکايي پانګوال چې افغانستان کې یې د مالي او بانکي خدمتونو برخه کې پانګونه کړې د سولې هوکړه د خپل کاروبار د پراختیا لپاره ښه فرصت یادوي.

د یو امريکايي مالي خدمتونو شرکت مشر مت نیسلي داسې وویل ((افغانستان کې رامنځته شوي فرصت ته ډېر خوښ یم، د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې وروسته په مالي سکټور کې ډېر فرصتونه رامنځته شوي زه ورته هېله من یم.))

د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ او د سولې هوکړې لاسلیک په ورستیو کې پر اقتصاد او په ځانګړې توګه د ډالرو بیو په ټېټېدو کې مثبه اغېزه درلودلې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist