په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان پر طالبانو غږ کړی چې، د شوو پرېکړو مطابق باید د تاوتریخوالي کموالی همداسې جاري وساتي.
جنرال سکاټ میلر ویلي د تاوتریخوالي کموالی د اعتماد جوړولو او سولې کامیابۍ لپاره تر ټولو مهم ګام دی او باید دوامدار وي.
میلر وروسته له هغې دغه څرګندونې کوي چې طالبانو، خپلو وسلوالو ته لارښوونه کړې، چې د افغان حکومت پر ضد بریدونو ته دوام ورکړي.











