د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د هوکړې هرکلی وکړ، خو ګواښ یې وکړ که طالبان پر خپلو ژمنو عمل ونکړي نو امریکا به بېرته په ډېر قوت افغانستان ته ستنه شي.
ټرمپ د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسلیک څو ساعته ورسته یوه وینا کې وویل ټولې خواوې له جګړې ستړې شوې دي او اوس د دې وخت دی خپل سرتېري هېواد ته ستانه کړو.
ولسمشر ټرمپ وویل، دوی د ترهګرو په وژلو کې لاسته راوړنې لري، خو له دې وروسته به دا چاره طالبان کوي او د افغانستان ګاونډي هېوادونه به هم دې برخه کې مرسته کوي.