Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اجرایه ریاست د ارګ خبرې رد کړې

admin by admin
2020/02/20

ترڅو چې ټول شمول حکومت مشر مالوم نه شي اجرایه ریاست به خپل کار ته دوام ورکوي.

اجرایه ریاست د ارګ خبره رد کړه چې له دې ورسته به اجرایه ریاست نه وي.

قانون پوهان چې دغه پوسټ له پیله غیر قانوني بولي وايي، عمر یې د لوړې تر مراسمو دی.

ځینې نور یې په هېواد کې د بحران لامل بولي او په دې اړه له ولسمشر تمه دا کېږي چې په احتیاط مخکې لاړ شي.

د دوه زره څوارلسم کال ټاکنیزو ناندریو په پایله کې اجرایه ریاست منځ ته راغلی، هغه چې د افغانستان د اساسي قانون پرخلاف جوړشو او عبدالله عبدالله په کې د وزیرانو شورا ناستې په مخ وړلې چې کله کله یې د ارګ پرېکړې هم ویټو کولې.

اوس چې ټاکنو کمېسیون ښاغلی غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړی ارګ ویلي،له دې وروسته اجرایه ریاست نه شته.

خو د اجرایه ریاست ویاند وایي، دوی په خپل ځای پاتې دي.

ولسمشر غني په خپلو ټاکنیزو غونډو کې په زغرده ویلي وو،چې اجرایه ریاست د ده د کارونو خنډ و او نور به دحکومت برخه ونه اوسي.

د حکومت منتقدین په دې باور دي چې په اوس وخت کې داسې اقدامات افغانستان بحران ته بیایي.

دا باور هم کم کېږي چې ولسمشر غني به په خپل دریځ ټینګ پاتې شي چې یو اړخیز حکومت وکړي.

حقوق پوه سبحان الله مصباح وایي، اجرایه ریاست د سیاسي هوکړې پربنسټ جوړ شوی او ترڅو چې نوي ولسمشر لوړه نه وي کړې دا پوسټ به په خپل ځای پاتې وي.

له دې سره په ننګرهار کې د والي ویاندعطاالله خوګیاڼي د اجرایه رییس انځور له دیواله ښکته کړی چې مقابل کې یې د پنجشېر له دروازې د ولسمشر انځور راښکته شوی دی.

دې کار په ټولنیزو رسنیو کې منفي غبرګونونه راپورته کړي او باور داسې ښودل شوی دا د بحرانونو د جوړېدو لامل کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist